تازه خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دغو مرستو له برابرولو يې موخه د هغو کورنيو د اړتياوو پوره کول دي، چې د ژمي په موسم کې له ګڼو اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

Published

on

د بيات بنياد مسوولانو ويلي، چې د كابل په لويديځ كې یې له لسګونه اړمنو كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته كړې او دغه مرستې به د ژمي تر پايه روانې وي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دغو مرستو له برابرولو يې موخه د هغو کورنيو د اړتياوو پوره کول دي، چې د ژمي په موسم کې له ګڼو اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

د بیات بنیاد مسوولانو ویلي، چې په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته دي.

د بیات بنیاد مرستیال محمد اسماعیل خان په دې اړه ویلي: سږ کال مو د ژمنیو مرستو لړۍ پیل کړې. نن مونږ د کابل ښار اوومې ناحیې ته راغلي یوو، چې پر هغو اړمنو کسانو مرستې ووېشو، چې نوملړ یې د بیات بنیاد د کاري ډلې لخوا چمتو شوی دی. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او وريجې شته دي.

نوموړي زیاته کړې: زمونږ مرستې به ان شاالله ډېر ژر د کابل ښار نورو سیمو او ولایتونو ته ورسېږي.

د خوراکي توکو ترلاسه کوونکي وايي؛ له دې مرستو څخه په داسې حال کې برخمن شوي، چې د ژمي پر رارسېدو له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ول.

یوه مرسته اخیستونکي ویلي: « دا مهال کار نشته او خلک بې‌وزله دي. دا د وريجو او د اوړو بوجئ دي او یو څه غوړي د خلکو لپاره ډېر ګټور دي.”

دغه راز د سیمې اوسېدونکي هم د بيات بنياد مرستې په داسې حال کې د پام وړ بولي، چې له يوې خوا سړې هوا او له بلې خوا بې‌وزلۍ او لوږې د اړمنو خلکو پر ژوند فشار راوستی دی.

د کابل یوه اوسېدونکي ویلي:« مونږ له بیات بنیاد څخه مننه کوو، چې تل له اړمنو او بې‌وزله خلکو ملاتړ کوي. زمونږ خلک په ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي او دغه مرستې کولی شي د دوی ستونزې اوارې کړي.»

د يادونې ده، چې بيات بنياد له جوړېدو راپدېخوا هر کال له اړمنو کورنيو سره د ژمنيو مرستو لړۍ پيلوي.

 

Trending

Exit mobile version