تازه خبرونه

بیات پاور د هېوادنۍ برښنا د تولید کچه پراخول غواړي

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۱

بیات پاور په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید یوازنی شرکت دی، چې غواړي د هېوادنۍ برښنا د تولید کچه پراخه او لوړه کړي.

د بیات پاور استازي لطف الله ستانکزي په کابل کې د انرژۍ په اړه په جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې؛ دغه شرکت په پام کې لري، چې په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولیدي سکتور د پراختیا لپاره نور توربینونه هم فعال کړي.

هغه ویلي؛ دغه شرکت ژمن دی، چې له حکومت سره د انرژۍ د خوندیتوب په برخه کې کار وکړي او په افغانستان کې د انرژۍ سکتور پر ځان بسیا کېدو ته لار اواره کړي.

دغه یوه ورځنۍ غونډه، چې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو، د بهرنیو هېوادونو استازیو او د خصوصي سکتور غړیو په کې برخه اخیستې وه؛ د انرژۍ او اوبو په اړوند بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جلبولو لپاره جوړه شوې وه.

د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې اسلامي امارت د هېواد پرمختګ او پر ځان بسیاینې ته ژمن دی؛ خو له خلکو يې وغوښتل، چې زغم او صبر ولري؛ ځکه دا هېواد باید مونږ پخپله جوړکړو.

هغه په ​​ډاګه کړې، چې افغانستان یو بډایه هېواد دی او د پانګونې ښه فرصتونه لري.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اوبو د اغېزمن مدیریت او د خلکو لپاره د کافي انرژۍ تولید ته پوره ژمن دی.

هغه ویلي؛ دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې، چې پانګوالو ته د انرژۍ او اوبو په برخو کې شته فرصتونه په ډاګه شي او اسلامي امارت په دې برخه کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال او آسانتیاوې رامنځته کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد خپلواکي وساتل شي او له طبیعي زېرمو ګټه واخیستل شي.

هغه ویلي؛ بیات پاور اوسمهال ۴۰ میګاواته برښنا تولیدوي او هیله من دی، چې تولیدات یې زیات شي.

شهاب الدین دلاور وایي: مونږ د شرکت له دې پرېکړې هرکلی کوو.

د بیات پاور شرکت استازی لطف الله ستانکزي وایي؛ دغه شرکت د کانونو او پترولیم وزارت، افغان ګاز شرکت او برښنا شرکت په ګډون د دولتي ادارو د مشارکت ډاډمنه پایله ده.

لطف الله ستانکزي له اسلامي امارت وغوښتل، چې له اوسنیو پانګوالو سره د دغه شرکت د فعالیتونو د دوام او د لا زیاتو پانګونو د جلبولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه له مسوولینو وغوښتل، چې د بیات پاور په ګډون خصوصي بنسټونو ته د برښنا شرکت لخوا پر وخت آسانتیاوې برابرې کړي، چې د پانګونې لپاره ښه چاپېریال رامنځته شي. له غوره مالیاتي پالیسیو سره پانګونې ته وده ورکول؛ د عملیاتي لګښتونو کمول او په دولتي ادارو کې د روڼتیا زیاتوالي ته پام راواړول شي.

همدارنګه یې له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې دولت دې د افغان ګاز د تصدۍ له لارې د بشپړ ملاتړ ډاډ ملاتړ ورکړي، چې دغه اداره فعاله پاتې شي او پاک ګاز برابر کړي.

په دې غونډه کې د بیات پاور د پوره ډاډ لپاره دا  ځای  کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version