تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.