تازه خبرونه

بیجینګ د افغانستان په اړه د ټرایکا پلس کوربتوب کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۵, ۱۴۰۰)

پاکستانيو رسنیو د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ ښايي روانه میاشت په بیجینګ کې د پاکستان، روسیې، چین او امریکا لوړ پوړي ډیپلوماتان د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.

یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د سې شنبې پر ورځ ایکسپریس ټریبیون ته منلې، چې د ټرایکا پلس راتلونکې ناسته په بیجینګ کې پلان شوې ده.

د چارواكو د څرګندونو له مخې، دا غونډه ښايي د روانې مياشتې په پای کې ترسره شي.

دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط ويلي: چين غواړي دغه ناسته د چينایي نوي کال له پيل یعنې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې مخکې جوړه او تر سره کړي.

دغه راز ویل کیږي، چې کروناویروس په ځانګړي توګه د دې ویروس د نوې بڼې خپریدل به دغه ناسته وځنډوي؛ ځکه، چې چینايي چارواکو په دې اړه تینګ تدابیر په پام کې نیولي دي.

Trending

Exit mobile version