تازه خبرونه

بې ګناه بندیان به ژر خوشې شي ـ اسلامي امارت

Published

on

د اسلامي امارت کابينې د بندیانو او توقيف ځايونو د څېړنې لپاره يو پلاوی ټاکلی، چې بې ګناه بنديان ژر تر ژره خوشي شي.

د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د سرپرستې کابینې په ۱۷ غونډه کې پرېکړه  شوې، چې د بې ګناه بندیانو د خوشې کولو لپاره دې یو پلاوي غوره شي.

اسلامي امارت نن سې شنبه د جدي ۱۴ په ډاګه کړې، چې د پلاوي موخه د اسلامي امارت د مشر ملا هبة الله اخوندزاده د فرمان عملي کول دي.

تېره میاشت د سرپرست حکومت کابینې ټولو اړوند بنسټونو ته لارښوونه کړې وه، چې بندیان دې له ټاکلې مودې ډېر نه ساتل کیږي.

 

Trending

Exit mobile version