تازه خبرونه
تاجکستان افغانستان ته د برښنا صادرول بیا پیل کړل
تاجکستان له هغې وروسته، چې په نورک ډنډ کې د اوبو کچه ډادمنه شوه؛ افغانستان ته یې د برښنا صادرول بیا پیل کړل.
د تاجک ملي برښنا شرکت ویاند نوذیر یودګوري آسیا پلس ته څرګنده کړې، چې برښنا لیږد له سره پیل شوې او افغانستان له د ورځې ۱.۳ میلیون کیلو واته د تاجکستان له برښنا ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړې: که زمینه برابره شي، نو مونږ به افغانستان ته لا ډېر برښنا صادره کړو.
تاجکستان په جولای میاشت کې د اوبو د کمیدو له کبله افغانستان ته د برښنا صادرات وځنډول.
د تاجکستان حکومت د جولای پر ۲۸ په ډاګه کړې وه، چې په نورک بند کې د اوبو د کچې راټیټیدل د برښنا بندیدل رامنځته کړل.
د آسیا پلس څرګنده کړې، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې تاجکستان افغانستان ته ۵۴۶.۶ میلیون کیلو واته برښنا ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برښنا شرکت ویلي؛ ۳۰۰ میګا واته برښنا له اوبو، تودوخې او لمریزې سرچینې ترلاسه کیږي او ۱۰۰۰ میګا واته نوره برښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه وارديږي.