تازه خبرونه

تاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ

مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.

Published

on

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ستونزو له په پام کې نیولو سره افغانستان خپلې مرستې زیاتې کړي.

مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.

هغه یادونه کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي سیمو وسلوال بریدونه او جرمي فعالیتونه ډېر شوي دي.

هغه وایي؛ افغان چارواکو تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې دوی به د پېښو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او د هر ډول سرغړونې په اړه به بشپړه څېړنه وشي.

مهرالدین ټینګار کړی، چې تاجکستان په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره د رغنده نړیوالو تعاملاتو ملاتړ کوي.

هغه ویلي: تاجکستان په ۲۰۲۵ ز.کال کې افغانستان ته له ۶۰ زره ټنو ډېرې بشري مرستې، چې خوراکي او اړین توکي په کې ول؛ چمتو کړي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي یادونه هم کړې ده. تاجکستان سرحدي بازارونه بیا پرانیستي او افغانستان ته د برښنا رسولو یې هم روان ساتلي دي.

تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومټرو څخه ډېره ګډه پوله لري.

د تاجکستان د ولسمشرۍ د مخدره توکو د کنټرول څانګې مشر ظفر صمد ویلي، چې تېر کال له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره ۱۷ نښتې شوې، چې په کې دوه تاجک سرتېري او ۱۰ افغانان وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version