لوبی
تاجکستان د افغانستان له والیبال ملي لوبډلې لوبه وګټله
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن (سېشنبه د لړم لومړۍ) د ازبکستان پر کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا د والیبال ټولنې (CAVA) په سیالیو کې څلورمه لوبه ۳ – ۲ تاجکستان ته پرېښوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن (سېشنبه د لړم لومړۍ) د ازبکستان پر کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه.
د هېواد د والیبال ملي لوبډلې تر اوسه د منځنۍ آسیا په سیالیو کې درې ماتې او یوه بریا خپله کړې ده.
د لوبډلې بریا د مالډیپ پر وړاندې وه، چې د یکشنبې پر ورځ ۳ـ ۰ پای ته ورسېده.
د CAVA والیبال سیالۍ پر رسمي ډول د اوکټوبر پر اتلسمه په تاشکند کې پیل او د پنجشنبې پر ورځ به د اوکټوبر تر څلیریشتمې روانې وي.
په دې سیالیو کې شپږ لوبډلو(ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان، افغانستان او مالډیف ګډون کړی دی.
لوبی
افغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ سنوکر نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل
د دې پړاو افغان لوبډله درې لوبغاړي؛ یو روزونکی او یو پلاوی لري، چې په دې سیالۍ کې د هېواد استازیتوب کوي.
افغان سنوکر لوبغاړي هر یو محمد رییس هوتک او محمد میر نورزي د خپلو عماني سیالانو پر ماتولو د ۲۰۲۵ سنوکر او بلیارډ نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل او بریالي شول، چې خپلو سیالانو ته ۳ – ۰ ماتې ورکړي او د خپلو مهارتونو ځلانده ننداره وړاندې کړي.
د دې پړاو افغان لوبډله درې لوبغاړي؛ یو روزونکی او یو پلاوی لري، چې په دې سیالۍ کې د هېواد استازیتوب کوي.
د ۲۰۲۵ سنوکر او بلیارډ نړیوال جام به د عمان پر کوربتوب په مسقط ښار کې ترسره کیږي او د روانې میاشتې له پېنځلسمې څخه تر درویشتمې به روانې وي. په دې سیالیو کې د نړۍ له ۳۰ څخه ډېرو هېوادونو په دې سیالۍ کې برخه اخیستې ده.
د رییس هوتک او میر نورزي بریالیتوب د افغان سنوکر او بلیارډ لپاره یو هیله بښونکی حالت دی، چې په هېواد کې د څانګهوالو سپورټونو وده او پراختیا پر ګوته کوي.
لوبی
د فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوهویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.
که څه هم د افغان اتلانو لیګ (ایسيال) پېنځم پړاو سیالیو پیل ته ۹ ورځې پاتې دي؛ خو په ټول افغانستان کې د فوټبال مینهوالو لیوالتیا مخ پر زیاتېدا ده. له همدې کبله آریانا راډیو ټلویزیون ویاړي، چې تېرو پړاوونو ته ورته یې د افغانانو لپاره د دې سیالیو د ټولو لوبو د ژوندۍ خپرونې، کوربتوب او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوهویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.
د دې لیګ د پچې اچونې مراسم به د یکشنبې پر ماښام د نومبر پر شپاړلسمه د کابل پر وخت ۷ بجې ترسره او پر ژوندۍ بڼه به په آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او همدارنګه د یوټیوب چینل او آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې کې خپاره شي.
د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا نومیالیو سیالیو څخه دی، چې د ولایتونو له ګوټ ګوټ څخه غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په کې برخه لري. د دې سیالۍ موخه د افغانستان د فوټبال کچه لوړول، ځوان لوبغاړي هڅول او د سپورټ له لارې د ملي یووالي درناوی او نمانځل دي.
د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه زړهراکښونکي پړاو لپاره بشپړ چمتووالی روان دی. لوبډلې د خپلو جوړښتونو وروستي کولو په حال کې دي، کلبونه چمتووالی نیسي او مینهوال د پرانیستې غږ اورېدلو ته پر تمه دي. دا سیالۍ به د پر زړه پورې سیالیو شاهدې وي او په کې به د افغان فوټبال پېژندل شوي ستوري او راڅرګندېدونکي استعدادونه وځلیږي.
د آریانا ټلویزیون یوه ویاند ویلي؛ دوی بشپړ چمتو دي، چې د ټولو سیالیو ژوندی او پراخ پوښښ وړاندې کړي.
ویاند زیاته کړې: “آریانا ټلویزیون خوښ دی او ویاړي، چې د افغانستان اتلانو لیګ لېوالتیا د هېواد هر ګوټ ته ورسوي. فوټبال مونږ یوواليته رابولي. مونږ ژمن یوو، چې د افغان سپورټ غوره لوبغاړي نندارې ته وړاندې کړي.”
د افغانستان اتلانو لیګ د خلکو د میړانې او سپورت ته د لېوالتیا څلی دی او پیل ته یې یوازې نهه ورځې پاتې دي، هرڅه د وړتیاوو، ډلهییز کار او ملي ویاړ د نمانځلو لپاره چمتو دي؛ یو داسې جشن ته ، چې یوازې به په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپور شي.
سږکال به لس لوبډلې د افغان اتلانو لیګ په پېنځم پړاو کې د جام ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالي وکړي.
دا ۱۰ لوبډلې دا دي:
استقلال کابل افسي
خراسان فاریاب افسي
سرخ پوشان هرات
ابو مسلم فراه افسي
عینو مېنه افسي
ارمان افسي
سرسبز یاشلر افسي
جوانان پېروزي
صرافان هرات
اتفاق خانزاده
لوبی
د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوهیمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.
-
لوبی5 days agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه5 days agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي
-
څار5 days agoڅار: د کابل پر وړاندې د اسلام آباد روان بې بنسټه تورونه
-
تازه خبرونه2 days agoروسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ
-
لوبی22 hours agoافغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ سنوکر نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د پایلو ارزونه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي ودې او پراختیا ته لومړیتوب لري
