Connect with us

تازه خبرونه

تاجکستان د افغان کډوالو جبري ایستل تائید کړل

د ملي امنیت دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو رسنیز مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې: حکومت ومنله، چې د بهرنیو وګړو مخ پر زیاتېدونکي شمېر په ځانګړي توګه، چې ډېری یې افغانان دي؛ له هېواده ایستل شوي دي.

خپور شوی

د

Tajik deports Afghan refugees

تاجکستاني چارواکو رسماً د افغان کډوالو جبري ډله‌ییز ایستل تائید کړل او د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه او د ملي امنیت ګواښونه یې د خپلې دې کړنې بنسټیز لاملونه وړاندې کړل.

د ملي امنیت دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو رسنیز مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې: حکومت ومنله، چې د بهرنیو وګړو مخ پر زیاتېدونکي شمېر په ځانګړي توګه، چې ډېری یې افغانان دي؛ له هېواده ایستل شوي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د کډوالو ایستل په ګاونډ هېوادونو کې د سیاسي او اقتصادي شرایطو د خرابېدو له کبله رامنځته کیږي.

چارواکو یادونه کړې، چې ډېری کسان یا ناقانونه تاجکستان ته داخل شوي یا یې د دې هېواد د کډوالۍ او استوګنې له مقرراتو سره سم عمل ندی کړی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي؛” د اوسني ژیوپولیټیک وضعیت پېچلتیا ته پر پاملرنه د پام وړ شمېر بهرني وګړي د افغانانو په ګډون په تاجکستان کې ژوند کوي چې ډېری یې له قانوني لارو دې هېواد ته رادننه شوي ندي او د کډوالۍ له قوانینو یې سرغړونه کړې ده.”

کالیبر خبري رسنۍ د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړ: د سرحدي امنیت پلټونکو د سرغړونو یو لړ پېښې د نشه‌يي توکو د قاچاق په شبکو کې د ښکېلتیا په ګډون د افراطي نظریاتو ترویج؛ د کډوالو د حیثیت ترلاسه کولو لپاره د جعلي اسنادو کارول او د نامنظم مهاجرت لپاره تاجکستان د ټرانزیټي لارې په توګه کارول یې د جبري ایستلو لاملونه دي.

چارواکو ټینګار وکړ چې دا ډول سرغړونې ملي امنیت او عامه نظم ته مستقیم ګواښ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: “دې شرایطو له قانون څخه د سرغړوونکو ایستلو ته اړتیا درلوده، چې د یو شمېر افغانانوپه ګډون مهاجر وباسي.”

د روان کال په اپریل کې نږدې ۵۰ افغان کډوال، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ (UNHCR) څخه یې معتبر اسناد لرل؛ جبري وایستل شول. ډېری هغه کسان، چې د راپورونو له مخې په وحدت ښار کې یې د ټکسي چلوونکو په توګه کار کاوه؛ د دولت د سیمه‌ییز امنیت څانګې احضار او له اسنادو سره یې په دوه موټرو کې د افغانستان تر پولې راورسول.

 دې جبري ایستلو د افغان چارواکي اندېښنه راپارولې ده.

د جون په لومړیو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ۴۹ افغانان له تاجکستان څخه “د نامعلومو دلایلو له کبله” جبري ایستل شوي دي.

په دې کسانو کې ۳۶ هغو د استوګنې قانوني جوازونه درلودل او ۱۳ نورو یې قانوني ویزې درلودې، چې د شمالي ولایت کندوز د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلل.

تاجکستان د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د هغو افغانانو لپاره د پناه ځای و، چې د ۱۹۹۰ لسیزې له کورنۍ جګړې څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې( د امریکا تر مداخلې ) او بیا په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واک ته له رسېدو وروسته له جګړې تښتیدلي دي.

د تاجیکستان حکومت، چې ښکاره یې د اسلامي امارت ضد دریځ ساتلی؛ په پیل کې یې د کابل له سقوط وروسته د افغان کډوالو هرکلی وکړ.

که څه هم رسمي شمېر شتون نلري؛ خو نارسمي اټکلونه ښیي، چې د ۱۰۰۰۰ او ۱۳۰۰۰ ترمنځ افغان کډوال په تاجکستان کې پاتې دي. ډېری یې اوس هم د پناه غوښتنې یا بیا میشتېدنې په اړه پرېکړو ته هیله‌من دي، چې کاناډا او نورو هېوادونو ته به ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د راپور له مخې؛ د دې بهیر د څارنې لپاره شېرخان بندر ته اړوند کاري ډلې لېږل شوې دي.

تازه خبرونه

د ګاونډ هېوادونو ګټې د افغانستان له امنیت، ثبات او سوکالۍ سره تړلې دي – عراقچي

هغه نن (یکشنبه د لیندۍ درویشتمه) په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدا پر مهال په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې سیمه‌ییز پرمختګونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو بشپړ رعایت او له سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د  همکاریو له لارې اداره او حل کېدی شي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ويلي، چې په افغانستان کې امنیت، پرمختګ او سوکالي د ټولو ګاونډ هېوادونو له ګټو سره نېغ تړاو لري.

هغه نن (یکشنبه د لیندۍ درویشتمه) په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدا پر مهال په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې سیمه‌ییز پرمختګونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو بشپړ رعایت او له سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د  همکاریو له لارې اداره او حل کېدی شي.

هغه ویلي: “په تېرو څو کلونو کې د سیمې بدلونونو ښودلې، چې بهرني چلندونه او تحمیل شوي نسخې نه ثبات ته لار اواروي او نه هم تلپاتی پرمختګ تضمینوي. د پوځي مداخلې او په افغانستان کې د ناټو د دوه لسیزو شتون تجربه زمونږ مخې ته پرته ده.”

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ په امنیتي حل لارو ډېر تمرکز، د افغانستان ټولنیز او کلتوري شرایطو ته پام نه‌کول، د سیمه‌ییزو لوبغاړو او ګاونډیانو رول له پامه غورځول، د افغانستان سیاسي او اقتصادي جوړښتونه متکي او فاسد کول او په پای کې د بېړني وتل د ناکامۍ او ماتې نښې وې.

په غونډه کې، د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق هم ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په اړه د اسلام‌آباد اندېښنې باید حل شي.

هغه ویلي، چې پاکستان غواړي په سیمه کې سوله، پرمختګ او امنیت ته وده ورکړي.

سید عباس عراقچٍ د افغانستان د ګاونډ هېوادونو ترمنځ د منظم ډیالوګ میکانیزمونو رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي؛ دا سیمه‌ییزه ناسته به نه یوازې د غلط فهمۍ مخه ونیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري پالیسیو او پروګرامونو همغږي به هم آسانه، د سیمې د هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم او د نظرونو همغږي به لوړه او د ګاونډ هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او رغنده همکارۍ ته وده ورکولو لپاره مناسب پلیټ فارم رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

محمد یعقوب مجاهد د عصري او دیني علومو پر زده‌کړه ټینګار څرګند کړ

هغه د کندهار په یوه مدرسه کې د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي: “زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له ښوونځیو او مدرسو ملاتړ وکړئ؛ خپل ماشومان بې تعلیمه مه پریږدئ. هر علم زده کړئ، که عصري وي یا مذهبي.”

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کندهار ولایت ته په سفر کې ویلي: د عصري او دیني علومو له زده‌کړې ملاتړ وکړئ.

هغه د کندهار په یوه مدرسه کې د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي: “زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له ښوونځیو او مدرسو ملاتړ وکړئ؛ خپل ماشومان بې تعلیمه مه پریږدئ. هر علم زده کړئ، که عصري وي یا مذهبي.”

دفاع وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خلکو په خدمت کې دی؛ ځکه، چې ځینې ځواکونه له سرحدونو او نور د خلکو د سر او مال ساتنه کوي.

دغه راز د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم د فراغت غونډې ته په ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!