تازه خبرونه
تاجکستان د نړۍ له هېوادونو څخه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه وکړه
رحمان، چې پرون (سېشنبه د تلې درېیمه) د ملګرو ملتونو په نههاویایمه سرمشریزه کې خبرې کولې؛ په افغانستان کې یې له سولې او ثبات څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د تاجکستان ولسمشر امامعليرحمان د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
رحمان، چې پرون (سېشنبه د تلې درېیمه) د ملګرو ملتونو په نههاویایمه سرمشریزه کې خبرې کولې؛ په افغانستان کې یې له سولې او ثبات څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته پام راواړوي او په دې جګړه ځپلي هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
د تاجکستان ولسمشر د نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې ویلي: په دې جنګ ځپلي هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د افغانستان له زیانمنو خلکو په ځانګړي توګه د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سیمو سره له هیڅ راز مرستو او هڅو ډډه ونکړي.
هغه همدا راز څرګنده کړې، چې تاجکستان په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ثبات او همدارنګه اقتصادي او ټولنیزې ودې او پراختیا ملاتړ کوي.
خو تاجکستان په سیمه کې یوازنی هېواد دی، چې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نلري.
دغه راز هغه د فلسطین کړکېچ هم “ژور او د اندېښنې وړ یاد کړ.
هغه ټینګار کړی، چې د فلسطین د قضیې لپاره هیڅ نظامي حل نشته.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په فلسطین کې د تلپاتې ثبات د راوستلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي؛ خکه، چې وروستۍ حل لار د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو په تطبیق کې ده.
