تازه خبرونه

ترکمنستان د افغانستان د ریل پټلۍ د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو لپاره سکالرشیپونه ځانګړي کړل

Published

on

د ترکمنستان سفیر خواجه عوض اوف ویلي، عشق آباد د افغانستان د ریل پټلۍ د کارکوونکیو د وړتیالوړولو لپاره ۲۸ سکالرشیپونه ځانګړي کړي دي.

هغه زياته کړې؛ د دغو سکالرشیپونو اسناد يې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مشر بخت الرحمن شرف ته وړاندې کړي دي.

ټاکل شوې، چې دغه کارکوونکي به د څلور میاشتو لپاره په ترکمنستان کې د ریل پټلۍ د اړوند بېلابېلو برخو زدکړې وکړي.

نوموړي پرته له دې، چې د اسلامي امارت پر رسميت پيژندلو ټینګار وکړي وایي، چې په عشق آباد کې د افغانستان له نوي حکومت سره نږدې همکاریو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په افغانستان کې له نویو پرمختګونو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، چې هېواد یې له اسلامي امارت سره نږدې همکارۍ ته چمتو دی.

Trending

Exit mobile version