تازه خبرونه

ترکمنستان د افغانستان پولې ته نږدې درندې وسلې او سرتېري واستول – راپور

Published

on

آزادي راډیو د دوشنبې پر ورځ د ترکمنستان د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ ترکمنستان د افغانستان پولې ته نږدې د درندو وسلو، چورلکو او نورو الوتکو تګ راتګ پیل کړی دی.

د ترکمنستان د ملي امنیت ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي د آزادي راډیو ته ویلي، چې د مریم ښار ته څېرمه د اردو له ګارنیزیون څخه نور سرتېري د سرحدي ساتونکو قطعو ته استول کیږي. مریم د سیرت آباد شمال ته شاوخوا ۴۰۰ کیلومټره لرې له افغانستان سره ګډه پوله ده.

د دغه راپور له مخې؛ ترکمني سرتېري د افغانستان پولې ته نږدې د تیارسئ په حال کې دي.

دغه چارواکي، چې له رسنیو سره د خبرو واک نه درلود ویلي؛ پولې ته په استول شويو اضافي ځواکونو کې افسران، جنګي الوتکې او چورلکې هم شته.

ترکمنستان له افغانستان سره ۸۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري.

له دې مخکې تاجک چارواکو تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې دوی ګډې پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ نور سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی او ان سلګونه افغان سرتېرو د طالبانو له وېرې د تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو ته پناه وړې ده.

Trending

Exit mobile version