تازه خبرونه
ترکیه او قطر به د افغانستان د ۵ هوایي ډګرونو اداره پر غاړه واخلي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاووش اوغلو ويلي، ترکي او قطري چارواکو په دوحه کې وکتل او بیا یې کابل ته سفر وکړ، چې له اسلامي امارت سره د کابل هوايي ډګر د مدیریت په اړه خبرې وکړي.
ترکیې ویلي، چې د کابل هوايي ډګر اداره به له قطر سره یوځای پرمخ وړي.
اوسمهال د کابل هوايي ډګر د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو یوازنی پل دی.
چاووش اوغلو ویلي؛ ترکي او قطري شرکتونو په افغانستان کې د کابل هوايي ډګر په ګډون د پېنځه هوايي ډګرونو د اداره کولو په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده؛ خو هغه د څلور نورو هوايي ډګرونو نومونه په ډاګه نکړل.
چاوش اوغلو په انقره کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ به د افغانستان لنډمهالي حکومت ته ګډ وړاندیز وکړو. زمونږ همکاران نن شپه دوحې او له هغه ځایه کابل ته ځي، چې له حکومت سره پرې خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې: که شرایط جمتو شي؛ مونږ کولی شو له قطر سره هوايي ډګرونه فعال او اداره کړو. که شرایط پوره نشي، مونږ یې د اداره کولو لپاره هیڅ مکلفیت نلرو.
تازه خبرونه
د لوړو زدهکړو وزیر د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی

د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د سې شنبې پرشپه ( د غبرګولي ) د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې د تاتارستان پلازمېنې کازان ته روان شو.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي ويلي، دغه سفر د روسیې فدراسیون د تاتارستان په رسمي بلنه ترسره شوی او ندا محمد ندیم د تاتارستان له چارواکو سره د کتنې ترڅنګ مسکو ته د بېلابېلو پوهنتونونو او افغان محصلینو سره د لیدنې لپاره هم سفر وکړي.
ضیاء الله هاشمي زیاته کړې، چې په دغه سفر کې به ندا محمد ندیم او ورسره پلاوی په تاتارستان کې د پوهنې او لوړو زدهکړو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په ډاګه کړې، چې د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی یې د روسیې فدراسیون د تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم (راتلونکې جوړونه) ته د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.
یاد فورم د روان زېږدیز کال د می له ۷ څخه تر ۱۰ مې نېټې دوام مومي، چې د افغانستان په ګډون ورته د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د ښوونې او روزنې وزیران لکه؛کوبا، وینزویلا، کنګو، میانمار، زیمبابوی، پاکستان، او قطر حضوري او د ۸ نورو هېوادونو لکه؛ ویتنام، شمالي کوریا، ماداګاسکار، نامیبیا، اتیوپي، برازیل او جنوبي آفریقا وزیران به په انلاین ډول په فورم کې ګډونوال وي.
په روسیه کې د افغانستان پر لوی سفارت سربېره، د عربي متحده اماراتو، برازیل، کیوبا او زیمبابوې سفیران او دیپلوماتان هم را بلل شوي دي.
یو شمېر کار پوهانو ویلي، چې په داسې شرایطو کې، چې د افغانانو پر زدهکړو محدودیتونه دي، دا ډول سفرونه د محصلینو د شمېر پر لوړولو، د محصلینو لپاره د بورسونو د ونډې پر زیاتولو او همدارنګه د حکومتدارۍ د ښې تجربې پر ترلاسه کولو مثبت اغېز لرلی شي.
که څه هم د اسلامي امارت ځینو چارواکو ویلي؛ د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پرانستلو پر کړنلاره کار روان دی؛ خو خلک پر اسلامي امارت نیوکه کوي، چې دا ستونزه باید زر تر زره حل کړي او نجونو ته د تعلیم او تحصیل بشپړه زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
د کابل په پلسرخ څلورلاري کې د افغان بېسیم پر مالي مرسته د یوه منار د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند په پلسرخ څلورلاري کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي مرسته د یو منارد بنسټ ډبره شوه.
د کابل ښاروالۍ وايي؛ دا منار پر دودیزه او لرغوني بڼه د تاریخي آبداتو د یوې بېلګې په توګه جوړیږي.
د اړوند مسوولینو د څرګندونو له مخې، د کابل ښار په څلورلاریو کې د تاریخي آبداتو د بېلګو جوړول د کابل ښاروالۍ د مشرتابه یوه پرېکړه ده.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ولي ګل جواد وايي: مونږ له افغان بېسیم مخابراتي شرکت څخه د ښاري خدمتونو په برخه کې، چې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي؛ د زړه له تله مننه کوو. دوی د یو ګډ ښار په توګه فکر کوي او ان شاءالله له مونږ سره په ښاري خدمتونو کې اوږه پر اوږه پرمخ ځي.
دغه ۱۳ متره لوړ منار د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي لګښت جوړېږي، چې د غزني ولایت د سلطان محمود غزنوي د منار بڼې ته به ورته والي ولري.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکي وايي؛ دوی به له دولتي بنسټونو سره د ودانیزو چارو په برخه کې خپلې مرستې روانې ساتي.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس سلیمان خرم وایي؛ دا پروژه زمونږ لومړۍ او وروستۍ پروژه نهده او تاسې به نورې ښې پروژې هم ووينئ. د افغانستان اسلامي امارت له کابل ښاروالۍ مننه کوو، چې په دې برخه کې یې له مونږ سره پوره همکاري وکړه او زمونږ غوښتنه یې ومنله.
افغان بېسیم په تېرو دوه لسیزو کې له دولتي بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او په ټول هېواد کې یې ډېرې پروژې پلې کړې دي.
تازه خبرونه
داعش د بدخشان والي د مرستیال د وژنې پړه پر غاړه واخیسته

داعش ډلې د یوه پیغام پر خپرولو د بدخشان والي د مرستیال نثار احمد احمدي د وژنې پړه ومنله.
د بدخشان والي مرستیال د سې شنبې پر سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله ووژل شو.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه برید کې د نوموړي په ګډون د هغه موټرچلوونکی هم وژل شوی او شپږ نور کسان ټپیان دي.
اسلامي امارت د داعش د غړیو پر ضد عملیات روان ساتلي دي. دې ډلې په ښاري مرکزونو کې د ګڼو لویو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
ویل کیږي، چې داعش ډلې تل د اسلامي امارت چارواکي پر نښه کړي؛ شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د بلخ ولایت په مقام کې د دې ولایت والي په یوه چاودنه کې وواژه.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان او هند تر منځ د کرکت د سیالیو د ځنډیدو خبرونه ورکړ شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په کندهار کې د میرمنو په ګډون فعالیتونه بیا پیل کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له افغانستان سره د مرستې بودجه کمه کړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ولایتي ادارو له مرستندویانو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل
-
سوداگري1 day ago
سږ کال به په جوزجان کې د ګازو دوه نوې څاګانې وکیندل شي – کانونو وزارت
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هند کې د ریلګاډي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي
-
سوداگري4 days ago
له هوايي ډګرونو هره ورځ ۲۰ نړیوالې الوتنې ترسره کېږي – ترانسپورت وزارت
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو پرېکړې ته اړتیا لري