تازه خبرونه
ترکیې او عمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسلامآباد او کابل له پرېکړې ستاینه کړې او څرګندوي، چې په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره پر یو میکانیزم رامنځته کوي او زیاتوي: “ترکیه به د تلپاتې سولې او سیمهییز ثبات د ترلاسه کولو لپاره د هڅو ملاتړ روان وساتي.” همدارنګه یې د خبرو اترو په کوربتوب او آسانتیا کې د قطر له رول ستاینه وکړه.
ترکیې او عمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هغې هوکړې هرکلی وکړ، چې د قطر په دوحه کې د ترکیې او قطر پر منځګړیتوب لاسلیک شوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسلامآباد او کابل له پرېکړې ستاینه کړې او څرګندوي، چې په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره پر یو میکانیزم رامنځته کوي او زیاتوي: “ترکیه به د تلپاتې سولې او سیمهییز ثبات د ترلاسه کولو لپاره د هڅو ملاتړ روان وساتي.” همدارنګه یې د خبرو اترو په کوربتوب او آسانتیا کې د قطر له رول ستاینه وکړه.
د یکشنبې پر ورځ افغانستان او پاکستان دواړو د سمدستي اوربند په اړه خپله هوکړه تائید کړه. دا هوکړه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د تاوتریخوالي او هوایي بریدونو د زیاتېدا وروسته رامنځته شوه، چې د راپورونو له مخې ګڼشمېر ملکي وګړي یې ووژل.
عمان هم هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د قطر او ترکیې له رول ستاینه وکړه او هیله څرګندوي، چې اوربند به دوامداره وي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ به دایمي او پراخهېسولې ته لار اواره کړي.
تازه خبرونه
مونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې زمونږ هر کارکوونکی او مسوول دې خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا پر نیت کار وکړي؛ « د بیتالمال ساتنه دې وکړي او اسلامي نظام د تجارت نه، بلکې د خدمت وسیله وبولي.»
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي؛ په نظام کې د مسوولانو تر ټولو اړینه ځانګړتیا تقوا لرل دي؛ ځکه متقي شخص قانع وي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي؛ نه د مادياتو او مادي امتیازاتو لپاره.
هغه دا هم څرګنده کړې؛ اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونهګڼل شي.
نوموړي زیاته کړې: د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې د صداقت، دیانتدارۍ او امانتدارۍ له مخې کار کوي؛ د بیتالمال ساتندوی دې وي، د نظام د پیاوړتیا لپاره ورته کار اړین دی او د نظام د حیثیت ساتنه یې باید لومړیتوب وي.
ویل کیږي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کميسیون کې یې د مسوولیت د پرمخ وړلو موخه یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی؛ ځکه، چې د دې لپاره مو کلونه قربانۍ ورکړي دي.
تازه خبرونه
له ۱۹ ورځو وروسته د پاکستان واردېدونکي درمل نور نه محصولیږي
دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې دې له (۲۱ /۸ / ۱۴۴۷ / د سلواغې شلمه ) نېټې وروسته له پاکستان څخه راواردېدونکي درمل نه محصوليږي.
دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.
مالیې وزارت له دې مخکې سوداګرو ته خبر ورکړی و، چې یوازې تر درې میاشتو په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصولیږي.
د یادونې ده، چې اوس له یادو درې میاشتو څخه ۱۹ ورځې پاتې دي، چې له پوره کېدو سره سم به د سوداګرو درمل نور نه محصولیږي.
تازه خبرونه
د درندې واورې له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه
د حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس څرګنده کړې، چې د درندې واورې، توپان او غبار له کبله د سالنګ لویه لار نن سهار ۵ بجې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
د حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.
نوموړي ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري او د هوا د ښه کېدا او د توپان له کمېدا سره سم به د واورو پاکولو چارې پیل او دا لویه لار به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه2 days agoله تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ4 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه ایران کې لږ تر لږه ۵ زره اعتراض کوونکي ووژل شول
-
لوبی2 days agoافغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه4 days agoماشومان له خصوصي روزنتونونو څخه حکومتي روزنتونونو ته لیږدول کیږي
