تازه خبرونه

ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه

فیدان د شنبې پر ورځ( د لړم پر دېرشمه له« ټي‌جي‌آر‌ټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ترکیې په تېرو وختونو کې افغانستان ته خپل ځواکونه لېږلي وه؛ خو هیچا نیوکه نه‌کوله، چې ښايي د ترکیې سرتېري هم په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته ورته په غرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Published

on

 

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د مکې له دفاعي تړون سره د دغه هېواد پر یوځای کېدا د نیوکې پر مهال په افغانستان کې د ترکیې پوځي حضور ته پر نغوته(اشاره) له دې پرېکړې دفاع کړې ده.

فیدان د شنبې پر ورځ( د لړم پر دېرشمه له« ټي‌جي‌آر‌ټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ترکیې په تېرو وختونو کې افغانستان ته خپل ځواکونه لېږلي وه؛ خو هیچا نیوکه نه‌کوله، چې ښايي د ترکیې سرتېري هم په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته ورته په غرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د هغه څه په اړه، چې د تړون پر منتقدانو یې دوه‌ګونی دریځ وباله ویلي:« کله، چې د ناټو غړي یو، کومه ستونزه نه‌شته؛ خو کله، چې د مکې د دفاعي تړون خبره کېږي؛ ستونزه رامنځته کېږي. په داسې حال کې، چې موخه یې هم یو مسلمان هېواد دی.»

فیدان ټینګار کړی، چې له دغه تړون سره د ترکیې یوځای کېدل په دې معنا نه‌دي، چې دغه هېواد به سمدستي جګړې ته داخل شي.

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر یوه غړي هر ډول وسله‌وال برید پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي. د ترکیې پارلمان هم د نومبر په میاشت کې دغه تړون رسمي تصویب کړی دی.

Trending

Exit mobile version