تازه خبرونه

تر جنورۍ پورې ټول ناقانونه افغان کډوال ایستل کیږي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۷, ۱۴۰۲)

د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر ویلي؛ حکومت هڅه کوي، چې د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې ټول ناقانونه افغان کډوال له پاکستان وباسي.

د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د جمعې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د ترهګرو په اړه او له خاورې یې پر حکومت د بریدونو جزئیات شریک کړي دي.

هغه دا هم ويلي: افغانستان د يو ګاونډ، ورور او اسلامي هېواد په توګه بايد پاکستان ته مثبت ځواب ووايي او تر څارنې لاندې ترهګر مونږ ته راوسپاري.

جان اڅکزی وایي، چې شر جوړوونکيو عناصرو په افغانستان کې یو ناوړه پلان جوړ کړی او هغه ځایونه پر نښه کوي، چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

هغه څرګنده کړې: پاکستان په ټوله نړۍ کې ترهګري غندلې ده؛ که د پاکستانيو ادارو د بدنامولو لپاره کومه هڅه وشي، نو مناسب ځواب به ورکړ شي. زمونږ ورورولي باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي. پاکستان هيڅکله د چا يرغل او تسلط نه‌دی منلی. د هند تېري ته زمونږ له مناسب ځواب وروسته، هندي میندې اوس خپل ماشومان د پاکستان له نومه وېروي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر دا ادعا هم کړې؛ په افغانستان کې ترهګر غواړي د بلوچستان په چمن سیمه کې پر احتجاجي غونډې برید وکړي، چې پړه یې د پاکستان پر امنیتي بنسټونو واچوي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

ده دا هم ویلي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د میشتو ترهګرو په اړه اسلامي امارت ته بشپړ معلومات وړاندې کړي؛ خو تر اوسه کومه هڅه نه‌ده شوې.

هغه وایي: د پاکستان لنډمهالی حکومت هڅه کوي، چې د جنورۍ تر میاشتې ټول ناقانونه افغان کډوال وباسي. له هغې وروسته به حکومت د پاتې مهاجرینو د ستنولو او ایستلو لپاره خپل مهال‌وېش اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو ادعاوې تل رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

Trending

Exit mobile version