سوداگري
تمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي
د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له کبله نن له ۵۰ ورځو بندېدا وروسته د تورخم اړینه لار د بشري دلایلو له مخې پر محدوده توګه پرانیستل شي.
د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.
پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، میوې او سابه صادروي او له افغانستان څخه د ډبرو سکاره، تازه او وچه میوه واردوي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د تورخم لار هره ورځ په اوسط ډول د ۸۵۰ میلیون ټنو پر ارزښت دوه اړخیزې سوداګرۍ ته آسانتیا برابروي.
په دې لار کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، چې د اوبو او خوړو لپاره مناسب شرایط نشته؛ نور خپل لګښتونه پوره کولی نشي او ډېری یې د سختې سړې هوا له کبله ناروغه شوي دي.
یوه ورځ مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی؛ ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه غوښتي، چې د لارې د بندېدا پر پرېکړه بیاکتنه وکړي.
ډار زیاته کړې؛ له مشرتابه سره له مشورې وروسته شونې ده، چې افغانستان ته اړین بشري توکي صادر کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ د اسلامآباد یوازنۍ تمه له افغان حکومت څخه دا ده، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اډې په توګه ونه کارول شي. دا هغه غوښتنه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې د دوی خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
د تورخم لارې بیا پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او بشري مرستو ته آسانتیا برابره کړي او د ۵۰ ورځني بندښت له کبله رامنځته شوي فشارونه راکم کړي.
