تازه خبرونه

تهران او اسلام آباد دې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۰)

د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو د چارشنبې پر ورځ د چنګاښ ۲ ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ایران او پاکستان له ملاتړ پرته ناشوني دي.

د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو د نړیوال امنیت په اړه د مسکو نهم کنفرانس ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، چې د افغانستان روان وضعیت د ګاونډ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛  په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا او ناټو سرتېرو ونکړای شول، چې د دې هېواد په اړه رښتینې پایلې ترلاسه کړي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو شونتیا ډېره شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې له روسیې، چین، پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د سولې له بهیره خپل ملاتړ نور هم ډېر کړي.

هغه ویلي؛ د کابل د لویدیځ د سیدالشهدا د نجونو پرښوونځي وروستي بریدونه، چې په کې له ۸۰ ډېر زدکوونکي ووژل شول د افغانانو د درد او کړاو یوه روښانه بېلګه ده.

حامد کرزي زیاته کړې: دا د افغانستان د خلکو حق دی، چې باثباته راتلونکی جوړ کړي؛ خو دوی دا کار د روسیې په ګډون د نورو ځواکمنو هېوادونو له مرستې پرته نشي ترسره کولی.

دی زیاتوي؛ د افغانستان خلکو درې کاله مخکې د زړه له کومي د سولې له بهیره ملاتړ وکړ؛ خو نن حالات مخ پر خرابیدو دي. مونږ باور لرو، چې له پاکستان سره د روسیې او چین ګډون به د سولې لپاره د پام وړ وي.

هغه وایي: مونږ هیله من یو، چې ایران به هم له دې بهیر سره یوځای شي.

کرزي د وروستۍ ترویکا په ګډون د سولې له بهیره د ګوندونو د یوځای کولو په اړه د روسیې له همکاریو ملاتړ څرګند کړ او پدې اړه وایي؛ سوله او ثبات په افغانستان کې له یوې با ثباته او سوکالې سیمې سره تړلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د دې سیمې په زړه کې دی … او د افغانستان خلک د سیمې په زړه کې دي.

حامد کرزی وایي؛ زه هیله من یم، چې تاسې به دې (سولې ) ته د رسیدو لپاره له مونږ سره ونډه او ګډون ولرئ. مونږ غواړو پخپلو پښو ودریږو او تکیه مو پر نور هېوادونو نه وي.

Trending

Exit mobile version