نړۍ

تهران د حماس په بریدونو کې لاس نه‌لري – ایران

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۴۰۲)

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ویلي؛ تهران پر اسرائیلو د حماس ډلې په وروستي ناڅاپي بریدونو کې، چې  ۷۰۰ اسرائیلیان یې وژلي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي لاس نه‌لري.

په ملګرو ملتو کې د ایران د استازولۍ په اعلامیه کې راغلي: د فلسطین پرېکنده کړنه د صهیونیسټی رژیم د اووه لسیزو د ظالمانه نیواک او جنایتونو د ترسره کولو پر وړاندې بشپړه مشروع دفاع ده.

ایران د حماس ملاتړ، د دې ډلې او د اسلامي جهاد د یوې بلې فلسطیني وسله‌والې ډلې د تمویل او تجهیز خبره پټه کړې نه‌ده.

په تېرو اووه لسیزو کې پر اسرائیلو د حماس د اوړمې ورځې برید تر ټولو لوی برید دی؛ د امریکا په ملاتړ د واشنګتن او ریاض ترمنځ د دفاعي تړون په بدل کې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو پر لوري روان دی او دا یوه داسې هڅه ده، چې د سلطنت او ایران د نږدې کېدو پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ویلي؛ مونږ له فلسطینه ټینګ ملاتړ کوو؛ خو مونږ د فلسطین په روان غبرګون کې ښکېل نه یوو، ځکه دا یوازې د فلسطین لخوا ترسره کیږي.

په دې راپور کې راغلي: د شنبې پر ورځ د اسرائیلو په ښارونو کې د حماس د جنګیالیو برید د مصر او سوریې له بریدونو وروسته، چې ۵۰ کاله مخکې د یوم کیپور په جګړه کې تر سره شوي؛ تر ټولو خونړی برید دی.

د ایران استازولۍ څرګنده کړې، چې د حماس عملیات بریالي؛ ځکه دي، چې ناڅاپي پیل شول. دا د اسرائیلو د امنیتي سازمانونو ستره ناکامي ښیي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ویلي؛ دوی هڅه کوي، چې خپله ناکامي توجیه او د ایران استخباراتي ځواک او عملیاتي پلانونو ته منسوب کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ په ډاګه کړې: هغو (اسرائیلو) ته د دې منل ډېره سخته ده، چې په استخباراتي ټولنه کې د یوې فلسطیني ډلې لخوا یې ماته زمزمه کیږي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائیلي الوتکو د غزې د استوګنې بلاکونه، تونلونه، یو جومات او د حماس د چارواکو کورونه بمبارد کړي، چې له کبله یې د ۲۰ ماشومانو په ګډون له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاود بندو دروازو تر شا ناسته کړې؛ خو غړي یې کومې پایلې ته  رسېدلي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version