سیمه ییز خبرونه

تهران زما په ولسمشرۍ کې روسیې ته وسلې ندي لېږدولي – پزشکیان

امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ له هغې وروسته، چې لویدیځو هېوادونو په سپټمبر کې تهران  مسکو ته د بالیسټیک توغندیو په ورکولو تورن کړ؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت په اګست کې واک ته زما له رسېدو راپدېخوا روسیې ته هیڅ ډول وسلې ندي لیږدولي.

امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.

روسیې او ایران دواړو د لویدیځ دا ادعاوې رد کړې.

پزشکیان واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړني ټلویزیوني خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا ایران روسیې ته توغندي لیږدولي دي؛ ویلي: شونې ده، چې په تېرو وختونو کې سپارل شوې وي… خو زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې واک ته زما له رسېدو وروسته داسې څه رامنځته شوي ندي.

رویټرز د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړی و؛ ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي ځواکمن بالیسټیک توغندي ورکړي، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي همکاري نوره هم ژوروي.

Trending

Exit mobile version