تازه خبرونه

تویتر بیا هم د دونالد ترمپ یو تویت پټ کړ

Published

on

Reuters

تویتر د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ یو ګمراه کوونکی روغتیایي پوست پټ کړی، چې کیدی شي خلک په ټاکنو کې له رای ورکولو راوګرځوي.

دونالد ترمپ په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د رایو صندوقونه د کووید – ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره عفوني ضد شوي ندي، چې د درغلیو لامل به شي.

د ولسمشر ترمپ تویت اوس پت دی؛ خو د مینځپانګې د خبرتیا له لوستلو وروسته، تویت د لوستلو وړ کیږي.

تویتر په ډاګه کړې: مونږ په دې تویت کې عامه اعلان خپور کړ: ځکه، چې له مدني خوندیتوبه سرغړونه رامنځته کولی شي او د خلکو د رای ورکولو مخه نیسي.

دونالد ترمپ لیکلي، چې دیموکراتان اوس د رایو صندوقونه کاروي، چې د رای ورکوونکیو لپاره ناورین دی او یو کس ته هم اجازه ورکوي، چې څو ځله رای ورکړي.

تویتر څرګنده کړې؛ دا تویت به په دې پروګرام کي وی. لیدونکي او لوستونکي کولی شي د تویت په اړه نظرونو ته ځواب ورکړي، لیدونکي کولی شي خوښ یې کړي؛ ځواب او ریتویت یې هم کړي.

تویتر په روانو څو وروستیو میاشتو کې د ترمپ د څو نورو تویتونو پر وړاندې ورته کړنه تر سره کړې او د ولسمشر ترمپ څو پوستونه یې پټ کړي دي.

له هغې وروسته، چې د ترمپ تویتونه وڅېړل شول؛ نوموړي د خواله رسنیو د محدودولو فرمان لاسلیک کړ.

Trending

Exit mobile version