لوبی
افغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان الف کرکټ لوبډلې د آسیا د راټوکېدونکو ستورو جام په سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
هانګ کانګ لوبډلې د پچې له بایللو او د توپاچونې له پرېکړې وروسته په ۲۱.۳آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۶۶ منډې وکړې.
اللهمحمد غضنفر د افغانستان لپاره څلور ویکټې واخیستې او نصیرخان معروفخېل درې ویکټې واخیستې.
افغانستان الف لوبډلې د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲آورونو کې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
دروېش رسولي پر۳۰توپونو ۵۰ منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ بریا ده. افغان لوبډلې له دې مخکې له بنګلهدېش او سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه.