Connect with us

سوداگري

تېر کال له څلورنیم میلیون متریک ټن ډېر انتقالات تر سره شوي – د اوسپنې پټلۍ اداره

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۲)

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولينو د دوشنبې پر ورځ (۲۱حمل) د یوې خبرې ناستې پر مهال څرګنده کړه، چې په ۱۴۰۱ لمريز لېږدیز کال کې ټولټال ۴ ميليونه ۶۷۳ زره ۹۲۹ متريک ټنه انتقالات شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ويلي، چې له دغو انتقالاتو څخه ۱۲زره ۴۹۲ ټنه صادارت، ۲۵۳ زره ۶۰۳ ټنه ترانزیت او ۴ اعشاریه ۴ میلیون متریک ټن واردات تر سره شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت الرحمان شرافت ویلي، چې زمونږ په انتقالاتو کې د تېر کال پر پرتله په ۱۴۰۱ ل.ل کال کې ۳۶ سلنه او په عوایدو کې مو ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی او د هېواد پر کچه نږدې ۷۰ سلنه انتقالات د حرتانو له لارې تر سره شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي د دې ادارې په خبري غونډه کې ویلي؛ په ۱۴۰۱ ل.ل کال کې د افغان ترانس پروژې د چارو پر مخ وړلو لپاره د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د تخنیکي ډلو ناستې تر سره شوي او دغو ډلو د دې پروژې سیمې له نږدې و لېدلې او په  چارو کې يې  پرمختګ و شو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۲ ل.ل کال کې د دې پروژې د ټولې لارې تخنکي او اقتصادي مطالعه د یوه معتبر نړیوال شرکت له لوري تر سره شي؛ ځکه، چې د پروژې ملي او سیمه ‌ییز اهمیت ته په کتو د دې پروژې بشپړول د اوسپنې پټلۍ ادارې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبد الباري صدیقي وایي: په روان کال کې هڅه کوو، چې د افغان ترانس سیمه‌ییزې پروژې د فیزبیلتۍ د تړون چارې یوه بهرني شرکت ته وسپارو او همداراز د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فاریاب، جوزجان، هرات او تورغونډۍ په ګډون پر یو شمېر نورو پروژو هم کارونه پیل کړو.

د اوسپنې  پټلۍ ادارې  مسوولین وايي، چې په نږدې را تلونکي کې به له ایران سره هم  د اوسپنې پټلۍ په وسیله انتقالات پیل شي.

دوی زیاتوي، چې د چارو د ښه تنظیم  لپاره یې په دې اداره کې د برښنايي  حکومتوالۍ د رامنځته کولو هڅې پیل کړي او په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد د اوسپنې پټلۍ مرکزو څارنه له مرکز څخه پیل شي.

سوداگري

د نړیوالې ټولنې میلیاردونو دالرو مرستې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې مرسته کړې – بلومبرګ

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۲)

امریکايي انلاین خپرونې بلومبرګ ننې شنبه د تلې ۴ )  خبر ورکړ، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو میلیاردونو دالرو تګ د دې لامل شوی، چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د دالرو پر وړاندې خپل ارزښت وساتي.

د یادې رسنۍ د څرګندونو له مخې، د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېدو هم د افغانیو د بیې له ثبات سره مرسته کړې ده.

بلومبرګ لیکلي، چې د پاکستانۍ کلدارو او امریکايي دالرو پر کارولو بندیز، د انلاین سوداګرۍ بندولو او له هېواده د دالرو د ایستلو بندېدا هغه نور لاملونه دي، چې د افغانیو ارزښت یې ساتلی دی.

دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو امریکايي دالر شاوخوا ۸۰ افغانۍ تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته نړیواله ټولنه هره اوونۍ افغانستان ته له څلوېښت میلیون دالرو ډېره نغدي بشري مرسته رسوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مرمرینه ماڼۍ کې له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ ناسته ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د مقام پر مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست او خصوصي سکتور پر غړیتوب له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه.

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د صنعت او معدن خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمیتې ته ور معرفي کوي. د استخباراتو لوی ریاست، د خواړو او درملو او نورم او ستندرد ادارو پر غړیتوب به د تعرفې کمیته د معرفي شویو کورنیو تولیداتو د کیفیت، کمیت او قیمت له تثبیت وروسته د ځان بسیاینې په اندازه پر دغو وارداتي اموالو تعرفه لوړوي او راپور به یې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته ورکوي.

همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ټولې امارتي ادارې دې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ لپاره په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو پر پرتله له لس تر پېنځلس سلنې ټیټ وي.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سوداګریزو نومونو، مارکو او براندونو او په هغو کې د جعل او تزویر د مخنیوي په اړه دې اسناد او وړاندیزونه د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ته د وروستۍ پرېکړې لپاره راوليږي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۸, ۱۴۰۲)

د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین څرګنده کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترانسپورتي لارو په ګډون د اور‌آسیا ترانسپورتي لارې پراخې کړي.

د انترفاکس خبري اژانس د خبر له مخې؛ میشوستین د دوشنبې پر ورځ د ازبکستان له صدراعظم سره په کتنه کې ویلي: د شمال-جنوب د نړیوال دهلیز د پراختیا پر لوري مو راتلونکي ګامونه لومړیتوب لري. دا پروژه د مالونو او کالیو د لېږد رالېږد لپاره کولی شي له سویز کانال سره سیالي وکړي او پلي کول به یې د پروژې د ټولو برخه‌والو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي.

هغه زیاته کړې: په دې برخه کې، مونږ چمتو یوو، چې د افغانستان او سویلي آسیا د لارو په ګډون د اورآسیا د ټولو ترانسپورتي لارو پر پراختیا راوڅرخیږو.

میشوستین د روسیې او ازبکستان ترمنځ د ترانسپورت د پوره نښلونې او په ټولیزه توګه د اورآشیا د ګډې فضا په اړه په خبرو کې ویلي، چې د ازبکستان لپاره د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي پراختیا د هراړخیزو همکاریو د پروګرام د مسودې یو مهم هدف دی.

هغه زیاته کړې: روسي پانګه‌اچوونکي چمتو دي، چې د هوايي ډګرونو د بېخبناوو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف ویلي، چې د نويو نړیوالو ترانسپورتي دهلیزونو پراختیا به ښو بازارونو ته د لاسرسي زمینه هم برابره کړي.

هغه زیاته کړه: مونږ د اورآشیا په وچه کې د شمال-جنوب له نړیوال دهلیز پر پراختیا او اهمیت ټینګار کوو. مونږ لیواله یوو، چې د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ څو وجهي ترانسپورتي دهلیز پیل کړو.

د یادونې ده، چې د دې نوښت یو اړخ د افغانستان په ترانسپورتي دهلیز کې د اوسپنې‌پټلۍ جوړول دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!