Connect with us

تازه خبرونه

جاپان افغانانو ته د تحصیلي بورسونو بهیر پیل کړ

خپور شوی

د

په افغانستان کې د جاپان سفارت د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې افغان محصلینو ته به د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.

سفارت ویلي، چې د محصلینو د غوراوي بهیر به د آغا خان بنسټ پر همکارۍ ترسره شي.

له ۳۵ کلونو څخه لږ عمر؛ له انګلیسي یا جاپاني ژبو سره پوره اشنایي او د زده‌کړو غوره لاسته راوړنې د جاپان د بورسونو شرایط دي.

د دغو بورسونو ترلاسه کوونکي به د ۲۰۲۴ ز. کال په اپریل میاشت کې جاپان ته سفر ولري.

څه وخت مخکې جاپان د دغه هېواد پر مالي مرسته په بامیان ولایت کې د یوه ښوونځي، ټولنیز مرکز او د اوبو د برښنا د یوې کوچنۍ کارخونې له جوړولو خبر ورکړی و.

تازه خبرونه

تحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز

 نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.

Published

on

\د افغانستان وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی؛ د هغو کسانو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، چې د اسلامي نظام اتحاد، اتفاق، هیبت او د مسلمانانو پت زغملی نشي.

 نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.

د افغانستان ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د وسله‌والو ځواکونو چمتووالی او تجهیز پر مسلمانانو فرض دی او د افغانستان اسلامي امارت پخوانیو مسوولانو هم تل هڅه کړې، چې خپل مجاهدین پر هر راز شرایطو کې چمتو وساتي.

د ملي دفاع وزارت مسوولانو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو پر هر اړخیز چمتووالي پام ساتي.

دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزی قول اردوی د ښوونیز مرکز د اتم پداړ لپاره جوړ شوي وه، چې د ۱۵۳ منسوبینو پر فراغت ترسره شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

قزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.

Published

on

د اقزاقستان پر کوربتوب د افغانستان په اړه د تماس سیمه‌ییزې ډلې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د منځنۍ آسیا( قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ) د هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.

هغه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف هم په دې غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کولو او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراخولو پر لوري حرکت وکړي.

دا غونډه د ګاونډ هېوادونو د هڅو ښکارندویي کوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ فرصتونه ترلاسه او سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ پیاوړی کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!