تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ ژمنه وکړه

Published

on

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او اسلامي امارت ته یې د خپل هېواد له ملاتړه ډاډ څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ متقي دغه پلاوي ته په اقتصادي په برخه کې له شویو پرمختګونو یادونه وکړه؛ له بهرنیو مرستو پرته د دولت د بودیجې تصویب، د عوایدو راټولول، له نشه یي توکو سره مبارزه، د روږدو درملنه او د بشري حقونو په اړه پر لاسته راوړنو خبرې وکړې.

د جاپان سفیر د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د جاپان له همکاریو ډاډ څرګند کړ؛ خو د بشري حقونو په برخه کې یې د پوره پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا لیدنه او د ملاتړ ډاډ له هغې وروسته رامنځته شو، چې د بایدن ادارې پر ښځو او نجونو د بندیز لګولو له کبله د افغانستان اسلامي امارت پر اوسنیو او پخوانیو غړیو د ویزې نوي محدودیتونه ولګول.

د افغانستان اسلامي امارت پر ښځو د محدودیتونو او ځورولو ادعاوې رد کړې او وايي، چې نړۍ باید پر هغوی د فشار پر ځای له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د تعامل لاره خپله کړي.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند ويلي، چې اختلافي مسئلې دې له ديپلوماتيکو لارو اوارې شي او داسې پرېکړې، چې د دواړو لوريو په ګټه نه وي؛ بايد پرې له سره غور وشي.

Trending

Exit mobile version