Connect with us

تازه خبرونه

جاپان د هرات زلزله ځپلیو ته د ۴.۴۶ میلیون دالرو مرسته اعلان کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې هېواد به یې د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۴ اعشاریه ۴۶ میلیون دالر مرسته وکړي.

د دې پیسو درې میلیون دالر به د نړیوالو بنسټونو له لارې ولګول شي او پاتې نور ۱.۴۶ میلیون دالر د جاپاني نادولتي موسسو لخوا لګول کیږي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه مرستې به د خوراکي توکو او روغتیا په برخو کې وي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د جاپان حکومت به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او په افغانستان کې به د بشري وضعیت د ښه والي لپاره خپلو بشري هڅې کوي.

تازه خبرونه

د خراسان داعشیان افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی – د م.م امنیت شورا

د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په یوه ناسته کې د داعش ډلې لخوا رامنځته شوي ګواښونه وڅېړل او د دې ډلې د فعالیتونو او تازه ځواکونو د جذب په  اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رییس دفتر د امنیت شورا په ناسته کې د خراسان څانګې داعش ډله د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ یادکړی دی.

د ملګرو ملتونو ټولنې دې لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې، چې افغانستان ته د تروریستي ډلو د سفرونو راپورونه شتون لري. 

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر رییس ولادیمیر ایوانوویچ ورونکوف   ویلي: ” د خراسان داعش ډله افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښونه پېښوي. سربېره پر دې په افغانستان کې دننه حملې، په اروپا کې داعشیان پر تروریستي بریدونو مرتکب شوي او هڅه کوي، چې د مرکزي آسیا څخه نوي کسان جذب کړي. همدا رنګه راپورنه شته، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان ته سفر کوي.”

د دې ناستې پر دوام امریکا هم په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې پر ځواکمن کېدو اندېښنې ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې دوروټی شیا وایي: “هغه ډلې، چې له مرکزي آسیا څخه بهر له داعش سره تړاو لري؛ په ځانګړي توګه د داعش خراسان ډله هم یو نړیوال ګواښ ګڼل کیږي. مونږ په خراسان کې د داعش څانګې د وړتیا په اړه هم اندېښمن یوو، چې پلان جوړونه، بریدونه ترسره کول او همدارنګه د نويو کسانو د استخدام، دغه اندېښنې په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان په تړاو ډېرې شوې دي.”

په دې ناسته کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د داعش شتون لوړ یاد کړ. 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي: ” دا مهال په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي او دا هېواد د داعش د تمویل، اسانتیا او تسهیلاتو او د جذب اصلي مرکز ګرځېدلی دی. له همدې کبله، زه غواړم بیا تکرار کړم، چې افغانستان د داعش لپاره د جلب او جذب اصلي مرکز ګرځېدلی او مونږ هغه ادعا ردوو، چې داعش په پاکستان کې پټن ځایونه لري. مونږ همدا اوس له داعش او ټی ټي پي سره په جګړه کې ښکېل یوو.”

د ملګرو ملتونو ر امنیت شورا په ناسته کې د روسیې سفیر ویلي، چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت تصادفي ندی. د امریکا هغه وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي د داعش لاس ته لوېدلې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا ویلي: ” مونږ نشو کولی، چې په افغانستان کې د داعش فعالیت او حضور نالیدلی ونیسو. دا یو تصادف ندی. ناټو ځواکونو، چې افغانستان په ناڅاپي ډول پرېښود ډېری وسلې یې هلته پرېښودي؛ نو دا وسلې د داعش او نورو ډلو لاس ته لویدلي.”

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی فو کانګ وایي: ” ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعده اوسمهال په افغانستان کې ډېر فعال دي او له یو بل سره همکاري کوي. دوی غواړي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری کړي، بلکې سیمه‌ییزې او نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ کړي. د چین حکومت غواړي، چې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو له منځه وړلو لپاره محسوس او پلي کېدونکي اقدامات وکړي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او زیاتوي، چې په سیمه کې د دې ډلې فعالیتونه په افغانستان پورې تړاو ن‌لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د غزني په ناوه ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد یونس اخندازاده د دې ولسوالۍ ولسونو ته د وینا پر مهال ويلي: « تاسې هغه خلک ياست، چې تل له مجاهدينو سره اوږه پر اوږه ولاړ وﺉ او اوس مونږ ستاسې په خدمت کې يوو او له خپلو امکاناتو سره سم به ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوو.»

Published

on

(Last Updated On: )

د غزني ولایت د ناوه ولسوالۍ په فيضو  کلي کې د ۱۹ میلیون افغانیو پر لګښت د اوبو بند د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد یونس اخندازاده د دې ولسوالۍ ولسونو ته د وینا پر مهال ويلي: « تاسې هغه خلک ياست، چې تل له مجاهدينو سره اوږه پر اوږه ولاړ وﺉ او اوس مونږ ستاسې په خدمت کې يوو او له خپلو امکاناتو سره سم به ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوو.»

نوموړي زیاته کړې؛ د دې بند د کار په بهیر کې به «لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او له بشپړېدو سره به يې د دې کلي د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه وساتل شي.»

ویل کیږي، چې د اوبو دغه بند به ۲۱۰ مټره اوږدوالی، ۶ مټره لوړوالی او د ۳ زره مټر مکعب اوبو زيرمه کولو وړتیا ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندوز کې ځانمرګي ۱۲ کسانو ته مرګ او ژوبله واړوله

د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار زیاته کړې، چې ځانمرګي بریدګر په کندوز ښار کې کابل بانک ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې نن سهار (سې شنبه د سلواغې درویشتمه) په یوه ځانمرګي برید کې ۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار زیاته کړې، چې ځانمرګي بریدګر په کندوز ښار کې کابل بانک ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د خاکسار د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې قربانیان سرتېري، د بانک ساتونکي او ملکي وګړي دي.

هغه زیاته کړې؛ د دې پېښې په تړاو څوک نیول شوي ندي؛ خو امنیتي ځواکونه د چاودنې د عاملینو د پېژندلو په لټه کې دي.

تر دې دمه چا یا ډلې د چاودنې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!