Connect with us

سوداگري

جاپان له افغانستان سره د ۱۲۲ میلیون ډالرو د مرستې ژمنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۳۹۹)

جاپان د ۲۰۲۱ زېږدیز کال لپاره په افغانستان  کې د بشردوستانه او پرمختیایي پروګرامونو تر سره کولو ته ۱۲۲ میلیون ډالرمرسته اعلان کړه.

په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې؛ دا مرسته د جاپان د هغې ژمنې یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۰ پر نومبر د ژنیوا په کنفرانس کې پرې پرېکړه شوې وه او د عملي کیدو لپاره یې دا یو اړین ګام دی. په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر موټګي توشیمیټو له افغانستان سره د جاپان اوږدمهاله ملګرتیا تائید او د دې هېواد د خلکو لپاره یې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ ۱۸۰میلیون ډالر کلنۍ مالي مرسته ومنله، چې د تېرو څلور کلونو په پرتله بې سارې ده.

د سرچینې د یادونې له مخې؛ دا مرسته به بېلابېلې ټولنې په ټول هېواد کې د ۱۷ بشردوستانه او پرمختیایي  پروژې د پلي کولو لپاره ولګوي، چې موخه یې د بېلابېلو لارو څخه په ژوندانه کې د آسانتیاوو او وړتیاوو رامنځته کول دي.

د جاپان سفیر تکاشي ویلي: لکه څنګه، چې مونږ د سولې لیدو ته لیواله یو؛ دغه راز د افغانستان امنیتی سکتور د افغانانو په مشرۍ په ملت جوړونه او پرمختګ کې ډاډمنې هڅې تر سره کړي.  د افغانستان لپاره د قانون او نظم په وجهي صندوق کې د یوه سوکاله افغانستان لپاره پرلپسې مرسته د جاپان تعهد څرګندوي ، چې ورسره برمختګ او امنیت پیاوړی کیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ کرونا ویروس یوه نړیواله ناروغي ده او مونږ هم باور لرو، چې د زیان منونکیو خلکو لپاره مرستې اړینې دي. مونږ هیله لرو، چې دا نوې مرسته به د امکان تر حده د افغانانو د خوښۍ او مسکا په راوستلو کې ګټوره شي.

جاپان په بېلابېلو برخو کې نه یوازې د ملت جوړولو لپاره هڅې کوي، بلکې د امنیت، کرنې، کلیو پراختیا ، بشري وړتیاوو په ګډون د پرمختګ، ښوونې، روغتیا، بېخبنا، فرهنګ او نورو بشردوستانه برخو کې اوږدمهاله مرستې کوي.

له دې ژمنه شوې مرستې سره جاپان په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان ته شپږ اعشاریه نهه میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.

سوداگري

د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۸, ۱۴۰۲)

د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین څرګنده کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترانسپورتي لارو په ګډون د اور‌آسیا ترانسپورتي لارې پراخې کړي.

د انترفاکس خبري اژانس د خبر له مخې؛ میشوستین د دوشنبې پر ورځ د ازبکستان له صدراعظم سره په کتنه کې ویلي: د شمال-جنوب د نړیوال دهلیز د پراختیا پر لوري مو راتلونکي ګامونه لومړیتوب لري. دا پروژه د مالونو او کالیو د لېږد رالېږد لپاره کولی شي له سویز کانال سره سیالي وکړي او پلي کول به یې د پروژې د ټولو برخه‌والو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي.

هغه زیاته کړې: په دې برخه کې، مونږ چمتو یوو، چې د افغانستان او سویلي آسیا د لارو په ګډون د اورآسیا د ټولو ترانسپورتي لارو پر پراختیا راوڅرخیږو.

میشوستین د روسیې او ازبکستان ترمنځ د ترانسپورت د پوره نښلونې او په ټولیزه توګه د اورآشیا د ګډې فضا په اړه په خبرو کې ویلي، چې د ازبکستان لپاره د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي پراختیا د هراړخیزو همکاریو د پروګرام د مسودې یو مهم هدف دی.

هغه زیاته کړې: روسي پانګه‌اچوونکي چمتو دي، چې د هوايي ډګرونو د بېخبناوو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف ویلي، چې د نويو نړیوالو ترانسپورتي دهلیزونو پراختیا به ښو بازارونو ته د لاسرسي زمینه هم برابره کړي.

هغه زیاته کړه: مونږ د اورآشیا په وچه کې د شمال-جنوب له نړیوال دهلیز پر پراختیا او اهمیت ټینګار کوو. مونږ لیواله یوو، چې د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ څو وجهي ترانسپورتي دهلیز پیل کړو.

د یادونې ده، چې د دې نوښت یو اړخ د افغانستان په ترانسپورتي دهلیز کې د اوسپنې‌پټلۍ جوړول دي.

Continue Reading

سوداگري

په کابل کې د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۵ ) په کابل کې د افغانستان د ۲۰۲۳ کال سوداګریزو او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس ته څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر راز آسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا سوداګریز پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس کې له حکومتي چارواکو سره یې د پانګونې په اړوند ناسته کې ګډون کړی دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي؛ په افغانستان کې نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم  پانګونه کولی شي.

د ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ په افغانستان کې اوس هم د برښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، بېخبناوو او تکنالوژۍ ترڅنګ په نورو سکتورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده او او اسلا مي امارت د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې او ملاتړ یې کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي: په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې مو ملاتړ کړی او نور به هم د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له اقتصادي فعالیتونو څخه خپل ملاتړ جاري وساتو او په ټول هېواد کې کورني او بهرني پانګوال کولی شي، چې د پانګونې ګډ او نفرادي بهیر تر سره کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت وتوانیده، چې تېرو دوه کلونو کې د هېواد د تولیداتو، صنعت، ترانزیت ، کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره د امنیتي اسانتیاوو تر څنګ قوانین او پروسیجرونه هم وړاندي کړي او له دې وروسته به د خصوصي سکتور د فعالیتونو د تر سره کولو لپاره په خپل تشکیل کې یوه ځانګړې کمیته جوړه کړي او د هېواد اقتصادي لید لوري لپاره هم پر اوږد مهاله پلان کار روان دی.

عبد الغني برادر وایي؛ اسلامي امارت یوه بین الوزارتي کمیته رامنځته کړې، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورد رامنځته کېدونکی دی، چې ټول غړي یې د اقتصاد د برخې متخصص کسان دي. دغه راز د ملي اقتصادي ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملاً کار روان دی.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې مسوولینو ويلي، چې یو دولس کسیز امریکایي پلاوی افغانستان ته د پانګونې او همدارنګه د چارسمبالي حکومت له چارواکوسره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دي.

د افغانستان او امریکا د ګډې  سوداګرۍ خونې رییس ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې  لپاره  زمینه برا بره شوې ده.

د یاد پلاوي مشرتابه زیاته کړې؛ افغان سوداګرو ستونزو ته به رسیدنه وکړي او همدارنګه کنګل شوې شتمنۍ، چې د خصوصي سکتور پورې اړه لري؛ په اړه به یې له نړیوال بانک سره خبرې وکړي.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جیفری کریګو ویلي؛ مونږ په هغو برخو کې له افغان خصوصي سکتور سره همکارۍ ته چمتو یوو، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي. مونږ ۱۰۰ سلنه همکارۍ ته تیار یوو او غواړو، چې نور هم له اقتصادي برنامو خبر او افغانستان اوس پانګونې ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید ګډ کار وکړو. د افغانستان په اړه بېلابېلې خبرې کېدې؛ خو نن ورځ مونږ دلته هرڅه له نږدې ولیدل او اصلي انځور مو درک کړ.

په دې ناسته کې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدر خیل ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره او اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره ډېر کارونه کړي دي.

نوموړی وایي: په افغانستان کې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې. مونږ له دغه امریکايي پلاوي څخه هیله لرو، چې د افغانستان حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي. دلته سرتاسري امنیت شته، خلک اقتصادي فعالیتونه کوي او د پانګونې بهیر هم ورځ تر بلي د ښه کېدو په حال کې دی. نړۍ باید د افغانانو د اقتصادي ستونزو په حل کې له دوی سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته امریکا پر افغانستان ډېر سوداګریز بندیزونه ولګول، چې د شنوونکیو په باور یاد کار د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان پانګوالو له امریکايي سوداګریز پلاوي غوښتنه کړې ده، چې د افغان پانګوالو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان د خنجراب له لارې د چین او افغانستان ترانزیتي سوداګري پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۲)

د چین لومړنۍ سوداګریزه ټولګه د پاکستان د ګلګت بلتستان د اړوند سیمې د خنجراب له لارې افغانستان ته راولېږدول شوه.

د دوشنبې پر ورځ د ګلګت بلتستان په سیمه کې د پاکستانيو چارواکو له لوري له دې لارې څخه د ترانزیتي سوداګرۍ د پرانیستلو مراسم ترسره شول.  

اسوشیتید پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د سرحدی ګمرکونو کاري ټولنې مشر ضیاالحق سرحدی ویلي، چې دا کار به نه یوازې پر سیمه ییزه کچه د سوداګرۍ حجم زیات کړی، بلکې د ګمرکونو توسیه، د مالونو د لېږد رالېږد او سوداګرۍ په برخه کې به د خلکو لپاره د کار ډېر فرصتونه هم برابر کړي.

د خنجراب له پولې سوداګري د نړیوال ترانسپورت کنوانسیون له مخې ترسره کیږي.

لومړنۍ سوداګریزه ټولګه د چین له کاشغره رالېږدول شوې او له خنجرابه وروسته به پاکستان او بیا د افغانستان له لارې کابل ته ورسېږي.

د پاکستان د سرحدي ګمرکونو کاري ټولنې مشر ویلي، چې دغه ترانزیتي لار به د تګ راتګ وخت ۷۰ سلنه او لوژستیکي لګښتونه تر ۳۰ سلنې راټیټ کړي.

ضیاءالحق سرحدي، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر هم دی ویلي، چې د ورېښمو له لارې افغانستان ته د سوداګریزو ټولګو لېږد به د چین او پاکستان د اړیکو د اقتصادي دهلیز د پروژې د ژر پلي کېدو لپاره هم ګټور وي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له دې لارې به لومړنۍ ټولګه وچه میوه چین ته ولېږدول شي.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې ویلي، د ګلګت بلتستان ضلعې عمومي منشي محی الدین واني ویلي، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د پولې پورې غاړې سوداګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره دا یو تاریخي ګام دی. له چین څخه افغانستان ته د پاکستان له لارې د مالونو تګ راتګ د تیر د هوکړه لیک له مخې د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز ثبات د زیاتولو لپاره د همکارۍ او نوښتونو د وړتیاوو رامنځته کولو یو ښه ثبوت دی.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له چین څخه به لومړۍ سوداګریزه ټولګه له پاکستان څخه افغانستان ته رادننه شي.

دغه وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني تویتر) کې څرګنده کړې، چې د چین له ختیځ کاشغر څخه لومړۍ سوداګریزه ټولګه د خنجراب له لارې پاکستان ته داخله شوې او کابل ته به راورسیږي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دې لارې د تګ راتګ وخت ۷۰ سلنه او لګښت هم ۳۰ سلنه راټیټ کړی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!