تازه خبرونه
جاپان په افغانستان کې له خوړو نړیوال پروګرام سره ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه
دغه بنسټ نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې پر خپرولو ویلي، چې له دې پیسو سره به نږدې ۳۰ زره کورنیو یا ۲۰۰ زره وګړو ته بېړنۍ خوراکي او له ۶۰ زرو زیاتو اومیدوارو او شیدو ورکوونکو میندو او ماشومانو ته ځانګړي غذايي خواړه ورکړ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د جاپان له حکومت څخه د بېړنیو خوراکي توکو د مرستې، د خوارځواکۍ د مخنیوي او د افغانستان په ښوونځیو کې د تغذیې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره د اووه میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
دغه بنسټ نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې پر خپرولو ویلي، چې له دې پیسو سره به نږدې ۳۰ زره کورنیو یا ۲۰۰ زره وګړو ته بېړنۍ خوراکي او له ۶۰ زرو زیاتو اومیدوارو او شیدو ورکوونکو میندو او ماشومانو ته ځانګړي غذايي خواړه ورکړ شي.
سربېره پردې د ښوونځي ۳۰ زره زدکوونکي به هره ورځ ساده خواړه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا ویلي: “د بشري مرستو او د کرنیزو حاصلاتو د ښه والي له کبله، مونږ په ټولیز ډول د خوړو په خوندیتوب کې د پام وړ پرمختګونه لیدلي دي. په هرصورت ۱۵ میلیون افغانان اوس هم نه پوهیږي، چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه ورته برابریږي. په دې شمېرو کې کورنۍ، ماشومان او په بېړنیو اړتیاوو کې رښتینې ټولنې شاملې دي او د جاپان حکومت په دې کړکېچ کې د افغان کورنیو ملاتړ ته ژمن دی.”
په همدې حال کې WFP د افغانستان د دفتر چارسمبالې (سرپرستې) موټینټا چیموکا ویلي: د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي له کبله په ځانګړي توګه ښځو ته په ټول افغانستان کې کورنۍ هم اړ شوي، چې سخت ژمي تېرکړي. WFP ژمن دی، چې له ډېرو زیان منونکو کورنیو سره مرسته وکړي. په ځانګړي توګه له بې چارسمبالو کورنیو سره. د جاپان په څېر د شریکانو له سخاوت څخه مننه، چې مونږ تېر کال وتوانیدلو، چې له ۱۲ میلیون څخه ډېرو خلکو ته خدمت وکړو او له روانو ننګونو سره د مبارزې لپاره د ژوند کولو لار برابره کړو.”
باید وویل شي، چې جاپان له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه په افغانستان کې له خوړو نړیوال پروګرام سره ۹۳ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
