تازه خبرونه
جاپان په حیرانوونکې بڼه ۹۸ افغانانو ته پناه ورکړه
د کیدو نیوز د راپور له مخې؛ جاپان ۹۸ هغو کسانو ته، چې په تېر کال کې له افغانستان وتلي د کډوالۍ زمینه برابره کړې ده.
د جاپان خبري آژانس په ډاګه کړې؛ په نويو پېژندل شويو کډوالو کې هغه کارکوونکي هم شته، چې د جاپان په سفارت کې يې کار کاوه.
دوی د هغو ۸۰۰ افغانانو په ډله کې ول، چې جاپان ته تښتېدلي وه.
په ایستل شویو کسانو کې هغه کسان او کورنۍ هم شته، چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې او خصوصي موسسو لپاره یې کار کاوه.
جاپان د نورو هېوادونو په پرتله د پام وړ کم شمېر کډوال مني. تېر کال یې د نهه افغانانو په ګډون ۷۴ کډوالو ته پناه ورکړې وه.
دغو تازه ۹۸ پېژندل شويو افغان کډوالو ته د پېنځه کلونو لپاره د اوسیدو وخت ورکړ شوی او که دوی اړتیاوې پوره کړي؛ نو د دایمي استوګنې لپاره به د غوښتنلیک وړ وي.