تازه خبرونه
جاپان یو ځل بیا د کابل د څښاک اوبو له نوې پروژې سره د ارزونې ژمنه تازه کړه
په دې غونډه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت مالي او ادارې مرستیال ډاکټر محمد نعیم هم ګډون درلود؛ د اقتصاد وزیر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له زلزلهځپلو سره د جاپان له ملاتړ او بشري مرستو ستاینه وکړه.
د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان سفیر له مرستیالې مای کیو ایزاوا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر د پروګرام افسرې میرمن چیبا سره د کتنې پر مهال د دوامداره همکارۍ او د زیربنایي پروژو د بیا پیل په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت مالي او ادارې مرستیال ډاکټر محمد نعیم هم ګډون درلود؛ د اقتصاد وزیر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له زلزلهځپلو سره د جاپان له ملاتړ او بشري مرستو ستاینه وکړه.
د زلزلهځپلو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ مای کیو ایزاوا د نړیوالو بنسټونو له لارې د جاپان د یو میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ. په دې مرسته کې خواړه، روغتیایي خدمات، طبي پاملرنه، اوبه او حفظ الصحه شته دي.
هغې اعلان وکړ، چې د جاپان پلیټ فارم بنسټ (JPF) به د جاپان حکومت پر تمویل اغېزمنو خلکو ته د ۱.۳۳ میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت بشري مرستې هم چمتو کړي.
د اقتصاد وزیر د نوي کابل ښار د څښاک اوبو پروژې ته نغوته وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) پر مالي مرسته د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو پر لګښت پیل شوه؛ خو له تېرو څلور کلونو راپدېخوا پر ټپه ولاړه ده. هغه د دې مهمې پروژې د بیا پیل غوښتنه وکړه، چې کابل ښار ته د څښاک اوبه برابرې کړي.
محمد نعیم هم د دې بېخبنایي پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ او د جاپان له نړیوالې همکارۍ ادارې څخه یې وغوښتل، چې د دې پروژې د کار د بیا پیل لپاره لار اواره کړي.
په پای کې د جاپان ماموریت مرستیالې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه وشوه، چې د نوي کابل د څښاک د اوبو پروژې د پیل موضوع به د جایکا او د جاپان حکومت له اړوند ادارو سره راپورته او پایلې به یې ژر تر ژره له اقتصاد وزارت سره شریکې کړي.
