تازه خبرونه

جرمني غواړي په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي

Published

on

د جرمني چارواکو څرګنده کړې، چې د دوی هېواد غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د زیان منونکیو اتباعو وګړیو د ژغورنې عملیاتو د بیا پیل لپاره د سفارت بیا پرانیستل یوه اړتیا بولي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي: مونږ په کابل کې ډیپلوماټیکې استازولۍ ته د اړتیا له مخې غواړو خپل سفارت بیا پرانیزو او په ځانګړي توګه د آلماني او له خطر سره د مخ د همکارو افغان وګړیو ایستلو په اړه خپله دنده تر سره او مرسته وکړو.

دغه راز د آسټرالیا او انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت غوښتي، چې له خطر سره مخ وګړیو او افغان همکارانو ته، چې غواړي له افغانستان ووځي؛ د وتلو اجازه ورکړي.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر ماریس پاین ویلي: مونږ د انډونیزیا او خپلو نورو نړیوالو ملګرو سره ګډې هڅې کوو، چې اسلامي امارت په دې اړه خپلې ژمنې تر سره کړي. لکه څنګه، چې دوی د درناوي غوښتنه لري؛ باید په دې اړه هم خپلې ژمنې پلې کړي.

ټاکل شوې د کابل هوایی ډګر په دوه ورځو کې د ټولو کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره بشپړ چمتو شي.

د دغه هوايي ډګر نوم د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه د کابل نړیوال هوایي ډګر ته بدل شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خطر سره د مخ وګړیو د ایستلو په اړه د اسلامي امارت له ژمنې پلې کولو تود هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پریس ویلي: مونږ د اړوند الوتنې په آسانولو کې د اسلامي امارت له همکارۍ هرکلی کوو، چې د ژمنې د یوې برخې په توګه اسناد لرونکیو ته د سفر اجازه ورکوي. په دوحه کې زمونږ استازي خلیلزاد د اسلامي امارت چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې نړیواله ټولنه به له دغه راز اقداماتو تود هرکلی وکړي.

که څه هم له افغانستان څخه د بهرنیو وګړیو د ژغورنې له عملیاتو لس ورځې تېریږي؛ خو ډېری هېوادونه اوس هم په افغانستان کې د خپلو وګړیو او همکارانو په اړه اندېښمن دي.

Trending

Exit mobile version