تازه خبرونه

جستین ترودو یو ځل بیا د کانادا لومړی وزیر شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

جستین ترودو د کانادا د لیبرال ګوند غړي په پارلماني ټاکنو کې له ۳۳۸ څوکیو څخه د ۱۵۸ هغو ګټونکی شو.

که څه هم ترودو ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي؛ خو بیاهم اړ دی، چې د دغه هېواد له نورو ګوندونو مرسته یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

کانادایانو اټکل او ساده ګي رد کړه؛ د پرمختګ او د اقلیم د بدلون په اړه یې خپل ځواکمن ته بیا رایه ورکړه.
لیبرالانو ۱۵۸ څوکۍ وګټلې .

د کانادا پارلمان ۳۳۸ څوکۍ لري او هغه ګوند، چې د دې څوکیو اکثریت ګټي پرته له ځنډ حکومت جوړوي او په آسانۍ قانون تصویبولی شي.

که کوم ګوند اکثریت ونه ګټي؛ ګوند ډلې باید جوړې شي.

ښاغلي جاستین ترودو د لیبرال ګوند په مرکز کې څرګنده کړې، چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه به د ده د حکومت لومړیتوب وي.

که څه هم نوموړي د پارلمان ډېرې څوکۍ ګټلي؛ خو اکثریت یې نه دی ګټلې.

اوس به نوموړی اړ وي، چې ۱۴ څوکیو لپاره له بل ګوند سره هوکړه وکړي.

د جستین ترودو سیال ګوند محافظه کار ۱۲۲ څوکۍ ګټلې، چې په تېرو ټاکنو کې یې ۹۵ څوکۍ ګټلې وې.

په افغانستان کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په یوه تویت کې ښاغلي ترودو ته د لومړي وزیر په توګه د هغه د بیا ټاکل کیدو له کبله مبارکي څرګنده کړې ده.

Trending

Exit mobile version