تازه خبرونه
جمهوري غوښتونکیو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بېړنیو ایستلو په اړه څېړنې پیل کړې
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارته د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه دې کمیتې ته دولتي اسناد ورکړي.
له هغې وروسته، چې یوه اوونۍ مخکې د امریکا د ولسي جرګې واک جمهوري غوښتونکیو لاس ته ورسېده؛ جمهوري غوښتونکیو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه پیل کړه.
مایکل مک کال په یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ګواښ کړی که ځواب ورنکړي؛ د استازیو جرګه به د خپلو واکونو څخه کار واخلي.
د بګرام له هوايي اډې څخه د وتلو څرنګوالی او د داعش د خراسان څانګې ګواښ او له اسلامي امارت سره د ټولو ناستو په اړه د معلوماتو تر څنګ ځینې مسایل دي، چې ولسي جرګې یې له بهرنیو چارو وزارته غواړي.
په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکیو نوي مشر کیون مک کارتي د ولسي جرګې د رییس په توګه له ټاکل کیدو وروسته له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډون د بایدن د حکومت د دندو او تګلارو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د استازیو مجلس د بهرنیو چارو د کمیتې د جمهوري غوښتونکیو مشر مایکل مک کال ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر ته یې یو لیک استولی او له طالبانو سره یې د استخباراتي ارزونو او ارتباطاتو په ګډون د پراخو معلوماتو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي: د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست په میاشت کې د وتلو په اړه د اسنادو او سپیناوي پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د ۲۰۲۲ ږ. کال د اکتوبر پر ۱۴ ما دا غوښتنې یو ځل بیا راپورته کړې او د وتلو د اسنادو غوښتنه مې وکړه، چې دا اسناد پرته له ځنډه کمیتې ته وسپارل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې غوښتنې په اړه څه ندي ویلي؛ خو مخکې یې ویلي وه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې له کانګرس سره یو سل و پنځوس معلوماتي غونډې وکړې.
جمهوري غوښتونکیو، د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون، چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک کړ او امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وویستل؛ یوه تېروتنه بولي، خو د بایدن ادارې په وار وار له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده.
له بلې خوا امریکايي ورځپانې ایګزیماینر لیکلي، چې د مک کال لس مخیز لیک د پوښتنو اوږد لیست لري، چې ولسي جرګه یې ځوابونه غواړي.
د امریکا له پوځي حضور پرته د افغانستان د جمهوریت د بقا په اړه د معلوماتو ارزونه، د بګرام هوايي اډې څخه د وتلو او د داعش د خراسان څانګې د ګواښ په اړه معلومات او د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راپدیخوا له اسلامي امارت سره د امریکایانو لخوا د ترسره شویو ټولو غونډو په اړه معلومات هغه څه دي، چې ولسي جرګه یې د وضاحت غوښتنه کوي.
د چارو شنونکیو ویلي، چې د امریکا ولسي جرګه باید د ځواکونو د وتلو پر مهال په هوایي ډګرونو کې د تخنیکي ویجاړیو او ورانیو د رامنځته کولو پوښتنه هم باید وکړي او په دې اړه د افغانستان خلکو ته له ځواب ویلو اوږې سپکې نکړي.
