تازه خبرونه

جنرال حمید گل د مغزي سکتې له کبله مړ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حمید گل د مغزي سکتې له کبله مړشوی دی.

 

راپورونه وايي؛ حمیدگل له خپلې کورنۍ سره د مري نندارې ته تللی و، چې ناڅاپه ناروغه او یو پوځي روغتون ته ولیږدول شو او هملته بیا ومړ.

 

 د حمیدگل لور د پاکستان ملي تلویزون ته د خپل اتیا کلن پلار د مرگ خبر تائید کړی دی.

 

د هغه لورعظما گل ویلي، چې پلار یې تېره ورځ په مري کې پوځې روغتون ته لیږدول شوی و؛خو د داکترانو له هلوځلو سره سره د هغه ژوند ونه ژغورل شو.

 

 جنرال حمیدگل د نولس سوه شپږ دېرشم کال د نومبر پرمیاشت په سرگوده کې زیږیدلی و.

 

جنرال حمید گل له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۸۹ پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی مشر و.

 

نوموړی د هند، امریکا او افغانستان په وړاندې په ښکاره له سخت دریځو ملاتړ کړی دی.

 

په نوموړي نیوکه کوونکي وایي،هغه په دسیسه جوړولو کې ډېر تکړه و او په هند او افغانستان کې یې له شرخوښو ملاتړ کاوه.

 

نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې د حامد کري د ولسمشرۍ پر مهال ویلي وه، چې کرزی نور تاریخ ته سپارل شوی او راتلونکی د طالبانو دی.

 

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وایي، هغه په افغانستان کې د بې رحمه وژنو مسوول دی. یو افغان یې باید ونه بښي. که په قبر کې هم کیښودل شي، افغانان یې باید پیدا او له منځه یوسي.

 

هغه په ۱۹۹۲ کال له دندې گوښه شو؛ خو له دې وروسته هم په افغانستان کې په منفي لاسوهنو یاد او ککړ پاتې شوی دی. ان، چې د طالبانو په ډېرو ستراتیژیکو ناستو کې یې برخه درلوده.

 

هغه د طالبانو د اصلي جوړوونکي په توگه یاد شوی او حتا ویلي یې ول، چې د افغان لاسپوڅي حکومت په وړاندې د افغانستان د آزادۍ بښونکې جگړې ملاتړی یم.  

 

په پاکستان کې پخوانی دیپلومات احمد سعیدي وایي، حمید گل په تنظیمي نښتو او ورانیو کې نه یوازې بشپړ لاس درلود، بلکې د طالبانو پر جوړولو او رهبرۍ سربېره یې ډېرې نورې ترورستي ډلې هم پاللي او روزلي دي. هیله من یم، چې د حمید گل له مرگ وروسته د افغانستان خلک لږ تر لږه ډاډمنه ساه واخلي.  

 

په فیسبوک او نورو برښنایي او چاپي رسنیو کې نومړی د طالبانو او ترورستي کړیو پلار یاد شوی او حتا په مرگ یې خوښي په ډاگه شوې ده.

 

خبریال : حمید صدیقی

 

 

Trending

Exit mobile version