تازه خبرونه

جنرال قمر باجوه په کابل کې له اشرف غني سره ولیدل – سرچینې

Published

on

سرچینو رویټرز ته د نوم د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه د دوشنبې پر ورځ / د غویی ۲۰/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نورو مشرانو سره لیدلي دي.

د پاکستان د اردو میډیا څانګې سمدلاسه د تبصرې یا غوښتنې لپاره غوښتنې ته ځواب ونه وایه او لیدنه یې تایید کړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، دا سمدستي روښانه نده، چې د غونډې په بهیر کې پر کومو خبرو بحث شوی دی.

ګاونډی پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې یو اغېزمن لوبغاړی ګڼل کیږي.

په تېرو وختونو کې اسلام آباد طالبانو ته د پناه بر ورکولو تورن شوی و؛ خو په وروستیو څو کلونو کې د واشنګټن او نورو غربي ځواکونو د فشار له مخې یې منلې، چې طالبان یې د سولې په خبرو کې برخه اخیستو ته هڅولي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې  د څرګندونو له مخې؛ باجوه د دوشنبه پر ورځ د انګلستان د دفاع وزارت له لوی درستيز جنرال نیکولایس پیټریک کارټر سره د افغانستان د سولې په اړه لیدلي دی؛ خو د غونډې د ځای په اړه راپور ورکړ شوی ندی.

ارګ او د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د دغه سفر او لیدنې د تائید یا رد په اړه څه ندي ویلي.

په دې وروستیو اوونیو کې ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز ته ویلي؛ پاکستان له وسلوالو سره خبرې کوي، چې اوربند ته غاړه کېدي. د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې غځېدلې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې بهرني  ځواکونه د می په میاشت کې وتل پیل او دا بهیر د سپتمبر تر ۱۱ روان وساتي او د ترکیې د پلان شوي کنفرانس د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

په وروستيو اوونیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یکشنبې پر شپه د کوچني اختر پرویاړ د درې ورځني اوربند اعلان کړی. که څه هم ارګ او سپیدار ماڼیو ترې هرکلی کړی؛ خو وایي، چې ستونزې پر لنډمهاله اوربند نه، بلکې پر دایمي اوربند حل کیږي.

Trending

Exit mobile version