تازه خبرونه

جنرال مکنزي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومنده ترلاسه کړه

Published

on

جنرال فرانک مکنزي نن په رسمي بڼه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نوي قومندان په توګه خپل کار پیل کړ.
جنرال ماکنزي له دې مخکې د امریکا د مرکزي قومندې د قومندان په توګه دنده ترسره کوله.
دغه امریکایي جنرال د جنرال سکاټ میلر پر ځای ټاکل شوی دی.
جنرال سکاټ میلر له ۲۰۱۸ زېږدیز کال راپدیخوا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د سرقومندان په توګه دنده ترسره کړې او نن یې نوي قومندان فرانک مکنزي ته واک و ځواک وسپاره او میلر به متقاعد شي.
د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ جنرال فرانک مکنزي مخکې له دې هم په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې دندې درلودې.
د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې جنرال مکنزي به په راروان اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له دوحې او امریکا څخه افغانستان څاري.
جنرال مکنزي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان نومول شوی او بهرني سرتېري د اګست په پای کې له افغانستان څخه په بشپړ ډول وځي.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې د افغانستان د څارلو لپاره په قطر کې د امریکایي ځواکونو قومنداني جوړه شوې او له هغه ځایه به د سیمې پېښې څارل کیږي.

Trending

Exit mobile version