تازه خبرونه

جنرال مکینزی، د امریکايي ځواکونو په وژلو کې د روسیې پر لاس لرلو شکمن شوی

Published

on

یوه لوړ پوړي امریکایي جنرال ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته د روسیې  ډالۍ ورکول د اندېښنې وړ دي؛ خو هغه شک لري، چې دا کار به په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو د وژنې لامل وي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګتن پوست تېره میاشت څرګنده کړې وه، چې روسیې طالبانو ته د امریکایي او ائتلافي سرتېرو د وژلو په بدل کې پیسې ورکړي او له همدې کبله په تېرو څو میاشتو کې ډېر بهرني سرتېري وژل شوي هم دي.

 د واشنګتن پوست د څرګندونو له مخې؛ دغه معلومات په وروستیو څو میاشتو کې له نیول شويو وسلوالو څخه د امریکایي ځواکونو له څېړنو وروسته په ډاګه شوي دي.

همدارنګه پنتاګون هم پرلپسې ویلي، چې د دغو ادعاوو د ملاتړ لپاره هیڅ اړین شواهد نلرو او مسکو هم دغه تورونه رد کړي دي.

   د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ  لوی درستیز جنرال فرانک مکینزي د سه شنبه پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې سره له دغو معلوماتو امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره کوم  اړین ګام ندی پورته کړی؛ خو  خپلو استخباراتي کارمندانو ته یې سپارښتنه کړې، چې په دې اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي.

هغه ویلي: ما استخباراتو کارمندان د پلټنو لپاره استولي دي. زه باور لرم، چې دمګړۍ یې پلټنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې: زه  له دې موضوعاتو پوره خبر یم. زه د پېښې په ځای کې یو قومندان یم او ما دا له نږدې لیدلي  او په دې اړه اندېښمن هم یم. ما یوازې دې ته پام ندی کړی، چې هلته دې د علت او معلول کومه اړیکه وي.

امریکا په تېرو وختونو کې روسیه طالبانو ته د وسلو پر برابرولو او ملاتړ تورنه کړې؛ خو  روسیې تل له طالبانو  ملاتړ رد کړی دی.

جنرال مکنزي څرګنده کړې‎ که روسیه له دوی سره مرسته کوي یا نه؛ خو طالبانو پوره هڅه کړې، چې زمونږ په وړاندې عملیات ترسره کړي.

ویل کیږي، چې په  ۲۰۱۸ کال کې ۱۰ ، تېر کال ۱۶ او سږکال ۲ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version