تازه خبرونه

جنرال میلر په رسمي بڼه د امریکایي او ناټو ځواکونو واک جنرال مکنزي ته سپاري

Published

on

د امریکا خبري رسنیو په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر به نن دوشنبه د چنګاښ ۲۱ په یو لړ مراسمو کې، چې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ښکارندویي به وکړي؛ له دندې ګوښه کیږي.

د امریکا ای بي سي رسنۍ څرګنده کړې، چې جنرال سکاټ میلر له ۲۰۱۸ زېږدیز کال راپدیخوا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د سرقومندان په توګه دنده ترسره کړې او ټاکل شوې، چې نن  نوي قومندان فرانک مکنزي ته واک و ځواک وسپاري او میلر به متقاعد شي.

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ جنرال فرانک مکنزي مخکې له دې هم په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې دندې درلودې.

د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې جنرال مکنزي به له دوحې او امریکا څخه افغانستان څاري.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې د افغانستان د څارلو لپاره په قطر کې د امریکایي ځواکونو قومنداني جوړه شوې او له هغه ځایه به د سیمې پېښې څارل کیږي.   

Trending

Exit mobile version