لوبی
جنوبي افریقا د یو ورځني لوبلړ وروستۍ لوبه له افغانستان څخه وګټله
د ټریستان سټابس له لوري د ایډین مارکرام د ۶۹ او ۲۶ ناسوځېدلو منډو پر مرسته د افغانستان ۱۶۹ منډې په ۳۳ اورونو کې د دریو لوبغاړو پر سوځېدو پوره او ۱۷۰ منډې یې جوړې کړې.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ سویلي افریقا د یکشنبې پر ورځ په شارجه لوبغالي کې د خپلو یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه له افغانستان څخه د اووه ویکټو پر توپیر وګټله.
د ټریستان سټابس له لوري د ایډین مارکرام د ۶۹ او ۲۶ ناسوځېدلو منډو پر مرسته د افغانستان ۱۶۹ منډې په ۳۳ اورونو کې د دریو لوبغاړو پر سوځېدو پوره او ۱۷۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان د بریا لپاره د چارشنبې پر ورځ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته پر ارزانه بیه ماتې ورکړه او بیا یې د جمعې پر ورځ خپلو لیدونکیو ته ۱۷۷ منډې وړاندې کړې؛ خو په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې یې سره له دې، چې پچه وګټله او توپوهنه وکړه؛ بریالی نشو، چې د لوبلړ درېیمه لوبه وګټي.
که څه هم رحمان الله ګربز پیاوړې توپوهنه وکړه؛ خو د لوبلړ دوه لوبې یې وګټلې.
په درېیمه لوبه کې رحمان الله ګربر پر۹۴ توپونو ۸۹ منډې مخکې له دې ترسره کړې، چې د ریزا هینډریکس لخوا له ډګره وتلو ته اړ شو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او اکرام علیخېل په میدان کې یوازې پاتې شول او د اووه لوبغاړو پر سوځیدو یې ۱۳۲ منډې جوړې.
سویلي افریقا پر ۸۰ منډو خپل لومړني درې توپوهونکي له لاسه ورکړل؛ خو هدف ته د رسېدو لپاره یې هڅې روانې وې.
مارکرام له سټابس سره د ملاتړي رول لوبولو بریدګر و؛ ځکه، چې د دوی ۹۰ ناسوځیدلو منډو بري ته ورسوله.