تازه خبرونه
جو بایډن د ناټو په راتلونکي سرمشریزه کې د سرتېرو پر وتلو خبري کوي
د ای بي سي نیوز سرچینې څرګنده کړې، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو غړیو هېوادونو نور مشران به د جون د میاشتې پر ۱۴ د بروکسل په ناسته کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ایستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.
سرچینې زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به په دې ناسته کې د اروپا او کاناډا له مشرانو سره هغه اړیکې بیا ورغوي، چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې خرابې شوې وې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: دا د اروپا او شمالي امریکا تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ځانګړی فرصت دی.”
ینس سټولټنبرګ ویلي، چې دغه ناسته به د “نن او سبا ننګونو” پر امنیت راوڅرخي؛ د روسیې بریدونه، د تروریزم ګواښ، سایبري بریدونه، راپورته کیدونکي او تخریبي ټیکنالوژي، د اقلیم د بدلون اغېزې او د چین مخ پر پراخېدونکې هڅې به د دې ناستې نور مهم ټکي وي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې سرتېري به د سپتمبر پر ۱۱ له افغانستان څخه ووځي.
