نړۍ
جي -۷ ډله د شتمنو روسانو پر ملکیتونو بندیزونه لګوي
د امریکا د خزانې وزیرې جانټ یلن ویلي، چې د شتمنو روسانو د شتمنیو د بندولو او ضبطولو په اړه به د څېړنو لپاره یو کاري ځواک جوړوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جي – ۷ د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانک د مشرانو له غونډې وروسته جانټ یلن ویلي، چې د شتمنو روسیانو د شتمنیو ضبطول به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې خلکو ته سخته مالي ضربه وي او په ډاګه کوي، چې هیڅوک زمونږ د ډله ییزو عمل له لاسرسۍ لرې پاتې کېدی نشي.
هغې د اوکراین او روسیې مخامخېدو ته په نغوته کې ویلي: امریکا له جی – ۷ هېوادونو او نورو هېوادونو سره د همغږۍ او اړتیا له مخې پر مسکو د نورو ډېرو مالی فشارونو غوښتونکې ده.
د پنجشنبې پر سهار (د کب ۵) پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته جګړه اوس اووه ورځنۍ شوې ده.
له بلې خوا روسیې ویلي، چې په اوکراین کې یې عملیات د جګړې پیل نه، بلکې د نړیوالې جګړې د مخنیوي یوه هڅه ده.
