تازه خبرونه
حاجیانو ته د حج له لګښتونو د پاتو پیسو د وېش بهیر پیل شو
د حج او اوقافو وزارت پر حاجيانو د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د حج د لګښتونو د پاتې پيسو د وېش بهیر پيل کړ.
د حج او اوقافو وزارت چارواکو ويلي، چې سږ کال یې د حج په مراسمو کې له حاجيانو څخه څه باندې ۱۱۵ ميليون دالر عوايد راټول کړي؛ څه باندې ۱۱۲ ميليون دالر لګېدلي او او له پاتې پیسو څخه به ۱۰۸ دالره او څلور افغانۍ بېرته هر حاجي ته ورکړ شي.
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د دغه وزارت د چارسمبالي د څرګندونو له مخې؛ دغه بهیر به د چارشنبې پر ورځ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي او حاجیان کولی شي خپلې پیسې په خپلو اړوند ولایتونو کې د حج او اوقافو له ریاستونو څخه ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر حاجیان د حج بهیر روڼ بولي او ترې خوښي څرګندوي.
اجمل نومی حاجي صاحب ویلي: مونږ ته زنګ راغی، چې خپلې پاتې پیسې واخلئ. وزیر صاحب دې خیر یوسي. مونږ ترې ډېره مننه کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې له افغانستان څخه دېرش زره حاجیانو په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.
تازه خبرونه
په تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې په تېرو څه نا څه دوه اوونیو کې ۲۶۰۴۴کورنۍ، چې ۱۳۶۱۶۹کسان کیږي؛ په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۱۵۳ زره ۹۳۱ افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې په تېرو څه نا څه دوه اوونیو کې ۲۶۰۴۴کورنۍ، چې ۱۳۶۱۶۹کسان کیږي؛ په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۲۴۷۸۷کورنۍ له پاکستان څخه، ۱۲۵۱کورنۍ له ایران او ۶کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.
حقاني زیاته کړې؛ پردې سربېره ۱۶۶۰۳کسان مجرد دي، چې هېواد ته جبري راایستل شوي او ۱۱۳۲نور د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته بنسټیز خدمات وړاندې کړي، چې په کې خواړه، څښاک، جامې، روغتیايي خدمات، وړیا سیم کارتونه، نغدې پیسې او د هغوی د لېږد لپاره ټرانسپورټ رانغاړي.
تازه خبرونه
افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
یوانډيپي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(یوانډيپي) ویلي؛ افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ یو داسې هېواد دی، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر نفوس یې برښنا ته لاسرسی نلري.
یوانډيپي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.
دې بنسټ په ټول هېواد کې د نوې کېدونکي انرژۍ له پراخولو سره دا خطرونه څه نا څه له بدلېدا سره مخ کړي دي.
دې ادارې ویلي “د لمریزو تختو او کوچنيو برښنایي شبکو پر نصبولو مو د یو شمېر ښوونځيو، روغتونونو او کار و باري ځایونو برښنا تأمین شوې؛ ځکه ټولنو ته رڼا، برښنا او نوي فرصتونه راوړو.”
له ۲۰۲۱ راپدېخوا د یوانډيپي پروګرامونو ۵ زره ۴۶۲روغتیایي مرکزونو، ۱۵۳ ښوونیزو بنسټونو او ۸۵۴ سوداګریزو مرکزونو په ګډون له ۶ زره ۴۶۹څخه ډېرو برښنایي مرکزونو ته، چې ډېری یې ښځې اداره کوي؛ برښنا رسولې ده. دې هڅو کورنیو او سوداګرۍ ته د بسپنو پر ورکولو او له مالي ادارو سره د کار کولو له لارې انرژي د لاسرسي وړ کړې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یوانډيپي) له دوه میلیون ډېرو افغان میرمنو ته پاکه، خوندي او دوامداره انرژۍ برابره، د ژوندانه کیفیت یې ښه کړی او د کورنیو او ټولنو لپاره یې روښانه راتلونکې رامنځته کړې ده.
د دې پروګرام کاري نوښت ښیي، چې نوې کېدونکې انرژي نه یوازې پر غیر صحي سونګ توکو تکیه کموي، بلکې له روغتیایي، ښوونیزو او روزنیزو اقتصادي سکټورونو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د ثبات او ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلامآباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي، چې د اسلامآباد او کابل د اوربند په اړه ورسره بحث وکړي.
د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلامآباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد یې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه له نږدې څاري او هیله من دی، چې د ترکیې تر څارنې لاندې خبرې اترې به د دواړو هېوادونو تلپاتې ثبات ته ښې پایلې ولري.
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه استانبول کې د افغانستان او پاکستان د اوربند خبرو بیا پیلېدا
-
تازه خبرونه21 hours agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
تازه خبرونه3 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
