تازه خبرونه

حامد کرزي د پاکستانیو پوځیانو پر بریدونو خپل سخت غبرګون ښکاره کړ

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې خبرباڼې له مخې؛ حامد کرزي دا بریدونه، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې؛ “له نړیوالو اصولو او قوانینو څخه ښکاره سرغړونه” وبلله.

Published

on

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستانیو پوځیانو وروستي هوايي او ځمکنیو بریدونه غندلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې خبرباڼې له مخې؛ حامد کرزي دا بریدونه، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې؛ “له نړیوالو اصولو او قوانینو څخه ښکاره سرغړونه” وبلله.

هغه له غمجنو کورنیو او اغېزمنو کسانو سره خواخوږي د څرګندولو تر څنګ ټینګار کړی او وایي، چې پاکستان نشي کولی د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تېري پر کارولو د خپلو غیرعقلاني پالیسیو له پایلو وتښتي.

کرزي زیاته کړې: “پاکستان باید پوه شي، چې د افغانستان خلک د خپلې خاورې او وطن په ساتنه کې متحد او همغږي دي. د پاکستان لپاره غوره خبره دا ده، چې تېري ودروي او پخپلو زیان رسوونکو پالیسیو بیاکتنې وکړي او د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو معیارونو پر بنسټ له افغانستان سره دوستانه او متمدن اړیکې ولري.”

هغه ګواښ وکړ، چې د داسې بریدونو دوام به یوازې په سیمه کې وضعیت نور هم پېچلی کړي او د سوله‌ییز ګډ ژوند پر بنسټ د احتیاطي پالیسیو د غوره کولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره احساس شوې ده.

Trending

Exit mobile version