تازه خبرونه
حامد کرزی په افغانستان کې د چین اغېزمن رول ته لیواله دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې چین د هېواد د راتلونکي په خوندي کولو کې مهم رول لوبولی شي.
هغه د چین نړیوالې شبکې ته په ډاګه کړې؛ چین په ځانګړي توګه له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په ښه کولو او ډاډ ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی شي.
هغه ویلي: زه له همدې کبله د یوه افغان په توګه د تېر پر پرتله یوې ښې راتلونکې ته هیله من یم؛ ځکه، چې مونږ اوس یوازې یو او په افغانستان کې مو سوله رامنځته کول په ګټه دي او چین مو هم ګاونډ دی. که مونږ یوځای شو؛ نو باور لرم، چې دې (سولې) ته به ژر ورسیږو.
هغه ویلي، چې دا هېواد (چین) په افغانستان او سیمه کې سولې او ثبات ته ژمن دی او نه یوازې د پاکستان ستر ملګری دی، بلکې پاکستان هم د افغانستان ستر ګاونډ دی.
تازه خبرونه
ملا برادر د قطر له لومړي وزیر سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې نن (پنجشنبه) ملا عبدالغني برادر قطر ته د خپل سفر په بهیر کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره روانې هڅې روښانه کوي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳ افغان کډوال خوشې شول
دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کولو د هڅو په لړ کې ۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راولېږدول شول.
دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا افغان کډوال د پاکستان پولیسو د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وه او شپږ ورځې یې په زندانونو کې ساتلي وه.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا کډوال د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ له هغې وروسته نوره هم وغخېده، چې حکومت غیرقانوني افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستان څخه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز ځانمرګی برید وغانده
امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز ولایت کې کابل بانک ته څېرمه د سېشنبې د ورځې ځانمرګی برید په سختو ټکو کې غندلی دی.
امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې د دې ډول بریدونو عاملین، تنظیم کوونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي مسوول دي او پر محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.
دوی له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ټولو اړوند چارواکو سره په فعاله توګه د نړیوال قانون او د امنیت شورا له اړوند پرېکړو سره سم همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې داعش په کندوز کې د هغه ځانمرګي برید مسوویت پر غاړه اخیستی، چې د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۵آریانا سنوکر اتلولي د لومړۍ ورځې د لوبو پایلې
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي
-
لوبی5 days ago
د آریانا سنوکر اتلولۍ مینهوال دې د لوبو په اړه لاندې اړین معلومات ولولي
-
نړۍ2 days ago
د امریکا یوه پوځي الوتکه د سانډیاګو په ساحل کې راوغوځېده.
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۰۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا (جمعه) له پاکستان سره مخ کیږي
-
لوبی3 days ago
د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر د اتلولۍ جام د دوهیمې ورځې پایلې
-
تازه خبرونه5 days ago
پاکستان به له اسلامآباد څخه زرګونه افغان کډوال وباسي