تازه خبرونه

حقاني د خوست په ګربز ولسوالۍ کې له کوچیانو او سرحدي ځواکونو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: تله ۷, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال ومنله، چې ښايي په نظام کې ستونزې او نيمګړتياوې وي؛ خو د وخت له تېرېدو سره به اصلاحات رامنځته شي.

د کورنیو چارو وزیر خوست ولایت ته په سفر کې د ګربز ولسوالۍ له یو شمېر کلیو څخه لیدنه وکړه او له خلکو سره یې په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې د هېواد پر اوسني نظام باور وکړي او د سرتاسري امنیت په ټینګولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

هغه د ولس او حکومت تر منځ د واټن پر له منځه وړلو ټینګار کړی او څرګندوي، چې هېوادوال باید ځانونه د حکومت برخه وګني.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي: په تېرو ۲۰ کلونو کې مو د خلکو له جهاد ملاتړ وکړ. اوس پخپل حکومت باور وکړئ او ځان سره مه بېلوئ؛ حکومت له ولس بېل ندی. تېر حکومت؛ ځکه ړنګ شو، چې ولس ترې خوښ نه و او ملت ته په کې ځای نه و.

د کورنیو چارو وزارت وزیر څرګنده کړې؛ هغه خوندي چاپېریال، چې اوسمهال په هېواد کې رامنځته شوی باید د هېواد د پرمختګ په لاره کې ترې په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي: په تېرو څلوېښت کلونو کې، چې اوس کومه سوله لرو، بې سارې ده. که څه هم هغه د مجاهدینو دوره یادوي؛ خو ټینګار کوي، چې د مجاهدینو مشرانو د شهرت او پیسو په لټه کې جهاد له منځه وړی دی.

دغه راز سراج الدین حقاني د خوست ولایت د مِستربل او غرسین کلیو لپاره د یوه نوي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.

حقاني په دې وروستیو کې د هېواد لرې پرتو سیمو ته سفرونه پیل کړي، چې له دې لارې د بېلابېلو ولایتونو له خلکو سره وګوري او د نظام د ټینګښت او بریاوو ډاډ ورکړي.

Trending

Exit mobile version