تازه خبرونه

حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او علماوو له «مثبتو څرګندونو» هرکلی وکړ

همدارنګه حقاني د یکشنبې پر ورځ د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې د پاکستان د دیني علماوو هغه اعلامیه وستایله، چې په کراچۍ کې خپره شوې وه او له دواړو حکومتونو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

Published

on

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستیو څرګندونو ته، چې په کابل کې د علماوو د وروستۍ غونډې په اړه یې کړې وې؛ هرکلی ویلی دی.

همدارنګه حقاني د یکشنبې پر ورځ د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې د پاکستان د دیني علماوو هغه اعلامیه وستایله، چې په کراچۍ کې خپره شوې وه او له دواړو حکومتونو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

حقاني وایي: «که د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مثبت تعامل او هڅې دوام ومومي؛ مونږ به ترې قدرداني وکړو.»

هغه له پاکستان وغوښتل، چې د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو پر ځای د افغانستان له بیارغونې ملاتړ وکړي. حقاني همدارنګه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې په افغانستان کې د دوی میشت وسله‌وال د پاکستان په ناامنۍ کې لاس لري.

اسلامي امارت دا تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان د کورني امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستلی نشي.

د تېر کال د اوکټوبر په میاشت کې دواړه لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ونښتل، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ودرېده او د سولې پړاویزې خبرې هم بې پایلې شوې.

 

Trending

Exit mobile version