تازه خبرونه

حقوقپوهانو پر بې برخلیکه دوسیو اندېښه ښودلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په عدلي او قضایي ادارو کې د ځینو تورنو کسانو د دوسیو د ساتلو په اړه یو شمېرحقوق پوهانو ویلي، چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د سیاسي مداخلو له کبله لسګونه دوسیې بې برخلیکه پرتې دي.

دا، چې عدلي او قضایي ادارې ولې د دوسیو پر تړلو بریالۍ شوې ندي؛ حقوق پوهان یې په اړه وایي، ځینو دوسیو ته په دې خاطر لاسرسی ندی شوی، چې په دې بنسټونو کې ځینو افرادو سیاسي مداخلې کړي او د شخصي ګټو لپاره یې ورسره خپلې نا قانونه هڅې همغږه کړې دي.

حقوق پوه عین الدین بهادري څرګنده کړې، چې د ځواکمنو او د رسوخ لرونکیو کسانو په امر یو شمېر دوسیې یا تړل شوي او یا هم چوپتیا پرې غوره ګڼل شوې ده.           

د بېلګې په توګه د سید اسحاق ګیلاني دوسیه، چې ویلي یې ول؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي. د نوموړي دغه موضوع د سږکال د وري پر ۱۵ قضایي شوه او دا دی نږدې شپږمیاشتې کیږي، چې دوسیه یې جوړه شوې؛ خو تر اوسه یې برخلیک ناڅرګنده پاتې دی.

دغه راز د مخابراتو د پخواني وزیر عبدالرزاق واحدي دوسیه د ۱۳۹۵ل کال په وروستیو کې د هغه خلاف په نامشخصه نېټه کې پرانیستل شوه. له یوه کال او څلور میاشتو وروسته دغه وزیر له دندې لیرې او محاکمه شو؛ خو پایله یې اوس هم څرګنده نده.

د ښاغلي دوستم سیمه ییز قومندان قیصاري دوه نیمې میاشتې مخکې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شو؛ خو اوس هم له څېړنو پرته د ملي امنیت په بند کې دی.

د عامه نظم ځواکونو پخوانی قومندان زمری پیکان د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت کې پر اته نیم کلونو بند محکوم شو؛ خو تر اوسه پولیس ندي بریالي شوي، چې هغه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي،  یاد کس د پولیسو تر څارنې لاندې دی. کله، چې ونیول شو عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.            

دې ته ورته لسګونه دوسیې شته، چې په عدلي او قضایي ادارو کې بې برخلیکه پرتې دي.

حقوق پوه وحید فرزیي پر قضایي او عدلي ارګانونونو نیوکه کوي او وایي، چې له شک پرته اړوند ارګانونه د دغو دوسیو په څېړلو کې خلاص لاس نلري او په خپلو چارو کې ناکام دي.           

راپورونه وایي، چې پولیسو، قضا او څارنوالانو له زورواکانو سره تر ډېره بریده له نرمې لهجې کار اخیستی دی. په داسې حال کې، چې د افغانستان د جزایي کړنو د قانون له مخې د هرې دوسیې برخلیک باید په اته میاشتو کې بشپړ شي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version