تازه خبرونه

حنا رباني له افغانانو سره په تګ راتګ کې د باعزته چلند غوښتنه وکړه

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تورخم دروازې ته په بهرنیو چارو کې د حکومت د وزیرې حنا رباني کهر له سفره خبر ورکړی دی.

یاد وزارت پرون (چارشنبه د غبرګولي یودېرشمه ) تویت کړی، چې حنا رباني د تورخم په لاره کې افغانانو ته د اسانتیاوو او درناوي د برابرولو غوښتنه وکړه.

دغه را زیاته شوې، چې نوموړې د پاکستان لخوا د سرحدي سوداګرۍ د سیستم پر چټک مدیریت هم ټینګار کړی دی.

که څه هم د بښنې نړیوالې ټولنې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی و، چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خپلسري ځورونې، نیول او نامناسب چلند پای ته ورسوي؛ خو تېره ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت استازي په یوه ویدیوي پیغام کې په ډاګه کړه، چې د مهاجرت او کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د پولیسو او نورو چارواکو لخوا د افغان مهاجرینو د ځورونې، نیولو او وهلو د مخنیوي په اړه هیڅ نه‌دي کړي.  

د راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته د سفر کوونکیو افغانانو شمېر ډېر شوی دی.

Trending

Exit mobile version