تازه خبرونه
حکومت او امنیتي سکتور د امنیت خوندي کولو وس نلري
د ولسي جرګې مشر ویلي؛ حکومت د امنیت په خوندي کولو کې بې وسه شوی، امنیتي وضعیت یې له واکه وتلی او له همدې کبله په مرګ و ژوبله کې ډېروالی راغلی دی.
په کابل او ولایتونو کې ورځ تر بلې ناامني ډېریږي او له همدې کبله د ولسي جرګې غړيو د کابل د امنیت لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح د شپږ نیمو بجو پرغونډو نیوکې کوي او څرګندوي، چې له غونډو سره ناامنیو، وژنو او وحشت زور اخیستی او هیڅوک د مسوولیت احساس نکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ د ( و. ج ) ناقانونه پلیټ لرونکي موټر په ښار کې د ګرځیدو اجازه نلري.
نوموړي څرګنده کړې، چې وسلوال مخالفان دا ډول جعلي پلیټونو کاروي او ترې بریدونه او ناورین رامنځته کیږي.
په ولسي جرګه کې د غور استازي محمد ظاهر تمیم ویلي: په داسې حال کې، چې امنیت د خلکو غوښتنه ده؛ خو هره ورځ له روان ناورینه خلک وژل کیږي او هیڅوک نشته ، چې چغې واوري. د کابل حالت ورځ تر بلې ان له ولایتونو هم خرابیږي او هېواد د انسانانو پر مسلخ بدل شوی او د پوښتنې څوک نشته.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي رییس عبدالخالق څرګنده کړې: د امنیتي میثاق له پیلیدو سره امنیت رانغي، بلکې نور هم خراب شو او حکومت باید د تویې شوې وینې په اړه ډاډمنې څېړنې تر سره کړي.
د پکتیا استازي خالد اسد په ډاګه کړې: امنیتي سکتور د فلجېدو پر لوري روان دی؛ د شپږنیمو بجو سهارنۍ ناستې څه کړو، چې حالاتو ته یې بدلون ورنکړ او افغانستان یې د ناورین سره مخ کړ.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ويلي، چې حکومت او امنیتي چارواکو لار ورکه کړې او حالات یې له واکه وتلي دي.
هغه وایي: وسلوال بریدونه او چاودنې د امنیتي ادارو له واکه وتلي او هغو کسانو، چې د امنیت خوندي کولو ژمنه کړې؛ خلکو ته پې ځوابه پاتې دي او باید دغه سکتور استجواب شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال او د کابل امنیتي مسوول امرالله صالح د سهار د شپږنیمو بجو په تازه امنیتي غونډه کې ویلي، چې کورنیو چارو وزارت د ملي شورا یو سل و پنځوس موټرو ته د ( و. ج) ( پر ځای) د م. ج پلیټ جوړولو اجازه ورکړې؛ خو ( و.ج) ډوله ناقانونه پلیټ لرونکيو موټرو ته، ځکه د ګرځیدو اجازه نه ورکوي، چې مخالفې ډلې غواړي دا ډول جعلي پلیټونه وکاروي او ناورین رامنځته کړي.
د یادونې ده، چې ولسي جرګې تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل د استازي خان محمد وردګ پر موټر د پېنځمې امنیتي حوزې د سپین کلي په اړوند څلورلاري کې موټربم چاودنې له ۱۰ کسانو خوږ ژوند واخیست او د خان محمد وردګ په ګډون یې ۵۲ نور ملکي وګړي ټپیان کړي دي.