Connect with us

تازه خبرونه

حکومت باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي – زاخېلوال

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۳۹۹)

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ویلي؛ ولسمشر اشرف غني ۸۰ سلنه اساسي قانون نقض کړی دی.

حضرت عمر زاخیلوال له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې حکومت د سولې په بهیر کې ډېري فرصتونه له لاسه ورکړل او اوس باید د سولې د رامنځته کېدو لپاره له طالبانو سره روغه جوړه وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر شخصیتونه د لنډمهاله حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیاستوالو د هڅو تر څنګ د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په فکر کې دي.

عمر زاخېلوال د افغانستان د سولې بهیر د امریکا نوښت وباله او څرګندوي، چې د ۲۰۱۸ کال څو ورځنی اوربند د ولسمشر غني د هڅو زېږنده نه، بلکې د امریکا او طالبانو د هوکړې پایله وه.

هغه دا هم ویلي؛ ولسمشر د دې مسلې په اړه اندېښمن دی او وېریږي، چې د لنډمهالي حکومت مشرۍ ته بل څوک راوړاندې نشي.

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر زاخېلوال په ډاګه کړې، چې اوسنی تاوتریخوالی او وینې توېیدنې باید ودریږي او د خبرو ډلې دې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسیږي.

که څه هم هغه د سولې هڅې یو مثبت ګام ګڼي؛ خو وايي، چې پر دقت سربېره باید په دې بهیر کې چتکتیا هم په پام کې ونیول شي.

تازه خبرونه

په هند کې د افغانستان سفارت رسماً خپل فعالیتونه وځنډول

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۲)

په هند کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د کوربه حکومت د نه ملاتړ له کبله به له یکشنبې ( د تلې ۹ / د اکتوبر لومړۍ) څخه د دغه سفارت فعالیتونه ودرول شي.

یاد سفارت د شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دوی د افغانستان او خپلو اتباعو د ګټو د خوندي کولو لپاره د اړتیاوو او غوښتنو په پوره کولو کې خپلې نیمګړتیاوې مني، چې لامل یې په هند کې د دیپلوماټیک ملاتړ او په کابل کې د قانوني فعال حکومت نه‌شتوالی دی.

سربېره پر دې دا سفارت د پرسونل او منابعو کمښت د تړل کیدو لامل بولي.

په هند کې د افغانستان سفارت ویلي، چې افغان وګړیو ته به د قونسلګرۍ عاجل خدمتونه تر هغې روان وي، چې استازیتوب یې کوربه هېواد ته نه وي سپارل شوی.

سفارت هم د دیپلوماتیکو کارکوونکیو تر منځ د شخړو یا داخلي شخړو تورونه رد کړي دي.

د دغه سفارت په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې په هند کې د افغانستان د کونسلګرۍ فعاليتونه، چې په خپلواکه توګه ترسره کېږي، د ديپلوماتيک ماموريت له اصولو سره په ټکر کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان میرمنو ته د زده‌کړو او کار امکانات برابر کړئ – رینا امیري

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت د محدودیتونو د مخنیوي لپاره ښځو ته د زدهکړو، تحصیلي بورسونو او کار زمینه برابره کړي.

رینا امیري د شنبې پر ورځ په ایکس چینل کې له خپلو همکارانو او افغان فعالانو سره د تېرې میاشتې د لیدنو په اړه څرګنده کړې، چې ښايي په افغانستان کې د “ویجاړونکي” وضعیت د ښه کولو لپاره لارې چارې توپیر ولري؛ خو هغه کسان، چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي باید مدني فضا رامنځته کړي. خبرې اترې او زغم، چې دوی یې هیله لري په افغانستان کې رامنځته او وځلوي.

هغې څرګنده کړې: مونږ باید په ټولیزه توګه طالبانو (اسلامي امارت) ته دا روښانه کړو، چې که څه هم مونږ د ویجاړونکي وضعیت د ښه کولو هڅه کوو؛ خو د روان حالت په ښه ‌کېدو کې به پرمختګ تر هغې رانه‌شي، چې هغوی د افغانانو حقونو ته درناوی ونه‌کړي.

نوموړې زیاته کړې: مونږ باید د افغانانو په ځانګړي توګه له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې خپل بیانونه د طالبانو (اسلامي امارت) له افراطي او ظالمانه کړنو سره د مقابلې لپاره د زده‌کړو، تحصیلي بورسونو، کار او نورو وسایلو د برابرولو لپاره، چې له زمونږ له غوښتنو سره مطابقت ولري؛ پخپلو سرچینو سمبال کړو.

رینا اميري ويلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې څو لوړپوړې ناستې ترسره شوې، چې يوه يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د وزيرانو پر کچه غونډه وه.

هغه وایي؛ پیغام مو روښانه دی: که طالبان (اسلامي امارت) د افغانانو حقونو ته درناوی ونه‌کړي او د ټولنې نیمايي وګړي حذف کړي؛ د نړیوالې ټولنې د یوې برخې کیدو تمه هم نه‌شي کولی.

دغه راز څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې یې د مسلمانو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې هوکړه کړې، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ظالمانه تګلارې په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې؛ د افغانستان او نړۍ لپاره ویجاړوونکې او ښې نه‌دي.

هغې زیاته کړې: مونږ هوکړه وکړه، چې باید د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه نړیوال پیوستون وساتو او د دیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر له افغان میرمنو او نجونو ملاتړ روان وساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار کولو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوي ته خپله ژمنتیا تل ښکاره کړې ده.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پرمختګ نه‌دی شوی – اعلامیه

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د روسیې په کازان ښار کې د مسکو غونډې ګډونوالو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې یو داسې رښتینی ټولګډونه حکومت رامنځته شوی نه‌دی، چې د هېواد د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو ګټې وځلوي.

په دې اعلاميه کې، چې د روسيې بهرنيو چارو وزارت خپره کړې راغلي: د کابل په اداره کې د بېلابېلو افغان توکمونو د انفرادي استازو له ټاکل کېدو سره – سره ګوندي سياسي کثرت نه‌ليدل کیږي.

دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د سولې بهیر د بشپړېدو او له پراخو، هراړخیزو، ځواب‌ویونکیو او مسوولو بنسټونو سره د متوازن حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیاسي او قومي ډلو له استازو سره عملي او پایله لرونکې خبرې اترې وکړي.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د کار، زده‌کړې او عدالت د مساوي حقونو په ګډون د جنسیت، توکم او مذهب له تبعیض پرته د بنسټیزو حقونو او آزادیو د درناوي په اړه خبرې وشوې او د ښځو د کار او د نجونو د زده‌کړې پر محدودیتونو یې د اندېښنې ترڅنګ ټینګار هم څرګند کړ.

دوی له اسلامي امارته وغوښتل، چې په ښوونځیو کې د نړیوالو معیارونو سره سم عصري زده‌کړې اجازه ور کړي.

د دې غونډې ګډونوالو د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي له کبله په افغانستان کې د سخت امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

دوی د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې له کبله د اوسني افغان چارواکو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې هم همداسې وکړي.

دوی د افغانستان له اوسنیو چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو ډلو د ځالې د له منځه وړلو او مخنیوي لپاره هڅې وکړي او د سیمې هېوادونو ته یې د خپرېدو مخه ونیسي.

د غونډې برخه‌والو دغه راز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت په اړه د اوسنيو افغان مقاماتو د برياليو هڅو ستاینه کړې او د هغو راپورونو په اړه، چې د صنعتي نشه‌يي توکو د توليد په ګډون د نشه‌يي توکو زیاتوالی ښیي؛ پر مبارزه ټینګار څرګند کړی دی.

د اعلامیې پر بنسټ، د غونډې اکثرو ګډونوالو ویلي؛ له سیمې بهر له هېوادونو سره همکاري هغه مهال ممکنه ده، چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ ائتلاف د افغانستان د شل کلنې جګړې د ویجاړیو د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي او د افغانستان ملي شتمنۍ آزادې او خپل یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.

دوی همداراز د ګډو ګټو پر موضوعاتو د بحث لپاره د سیمه ییزو اړیکو ډلې د جوړولو له لارې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران وړاندیز ته هم نغوته وکړه.

د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته د جمعې پر ورځ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړيو استازو او لوړ پوړیو چارواکو پر کچه جوړه شوه. په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي هم حضور درلود. په دې مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې استازو د معززو میلمنو په توګه حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!